د لاس رسي وړ اتصالات

افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمان پر افغان سولې بحث کوي


ټاکل شوې د افغانستان د دیني عالمانو ۲۰ کسیز پلاوی به پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو سره د جمعې په ورځ غونډه وکړي
ټاکل شوې د افغانستان د دیني عالمانو ۲۰ کسیز پلاوی به پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو سره د جمعې په ورځ غونډه وکړي

افغان چارواکي وایي د دیني عالمانو یو ۲۰ کسیز پلاوی د سه شنبې په ورځ (مۍ۸) په جاګارتاکې د دریو هیوادونو د دیني عالمانو په غونډه کې ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې را روانه جمعه به د اندونیزیا پلازمینه جاکارتا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو د درې اړخیزې ناستې کوربنه وي او ګډونوال به د افغانستان په سوله خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان دیني علماوو پدې ناستې کې ګډون تائید کړی دی او دا ناسته به د یوې ورځې لپاره د درې واړو هیوادونو د دیني علماوو په ګډون جوړه شي.

ښاغلي طاهري وویل"د افغانستان د دیني علماوو سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف د افغانستان د دیني علماوو د پلاوي مشري کوي. د پاکستان او د اندونیزیا د علماوو له شوراګانو دیني عالمان به ددې ناستې برخوال وي".

د سولې عالي شورا وویل چې نن ددې کنفرانس وخت مشخص شو او د افغانستان د دیني علماوو پلاوی نن له غرمې وروسته جاکارتا ته لاړ شي.

هغه وویل د سولې عالي شورا غړي پدې ناسته کې برخه نه اخلي خو دا غونډه د دې شورا په نوښت جوړیږي.

د سولې عالي شورا ویاند وویل" هیله لرو چې د افغانستان د حکومت د سولې له پروګرامونو پدې کنفرانس کې ملاتړ وشي او د درې واړو هیوادونو دیني علماء مشترک ګامونه پورته کړي".

هغه وویل ددې ناستې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

په پام کې وه چې دا کنفرانس میاشت وړاندې دایر شوی وای، خو په درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان د دیني علماوو د ګډون د پریکړې ځنډ دا کنفرانس تر دې نېټې وځنډوه

XS
SM
MD
LG