د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان زعفران د اتم ځل لپاره د ښه کیفیت له اړخه لومړي مقام کې راغلي


د افغانستان زعفران په نړیواله کچه د ښه کیفیت له‌مخې د اتم ځل لپاره په لومړي مقام کې راغلي دي.

د افغانستان د زعفران کارانو د ملي ټولنې مرستیال قدرت الله رحمتي نن شنبه د «لېندۍ پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې په بلجیم کې د «ITQi» په نوم انسټیټیوټ د ښه کیفیت له‌مخې افغان زعفرانو ته دغه لومړی مقام ورکړئ دی.

ښاغلي رحمتي زیاته کړ، یاده موسیسه چې د غذايي موادو د کیفیت معلومېدو په برخه کې فعالیت کوي، د نورو هېوادونو زعفران یې هم امتحان کړي دي.

نوموړي د کیفیت له اړخه په لومړي مقام کې د افغان زعفرانو راتلل په افغانستان کې د زعفرانو د کروندګرو او سوداګرو لپاره ښه زیری وباله.

هغه وویل: "د افغانستان د زعفرانو یوه نومونه په بلجیم کې د «ITQI» په نوم انسټیټوټ ته د امتحان کولو په هدف لېږل شوي، چې د کیفیت له اړخه یې لومړی مقام ګټلی دی، دا د افغانستان لپاره یوه ډېره لویه لاسته راوړنه ده."

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ د «لېندۍ پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې روان کال په افغانستان کې ۱۸.۱۵ ټنه زعفران تولید شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د لابراتور د نتیجو له‌مخې د افغانستان زعفران نسبت د نورو هېوادونو زعفرانو ته ښه کیفیت لري.

هغه وویل:"په روان کال چې زموږ اکثریت زعفران په لابراتوار کې امتحان شوي، د هغوی کیفیت له نړیوال ستندرد څخه پورته ثبت شوی دی، اوس مهال د افغانستان زعفران د کیفیت له اړخه د نړۍ له ښو زعفرانو څخه دي."

دا اتم ځل دی چې د افغانستان زعفران په نړیوال بازار کې د کیفیت له اړخه په لومړي مقام کې راځي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له‌مخې اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې د زعفرانو یو کیلو په ۹۰زره افغانۍ او په نړیوالو بازارونو کې تر ۱۴۰۰ ډالرو پورې پلور کېږي.

دا مهال د افغانستان زیات زعفران په هرات، بادغس او یو شمېر نورو ولایتونو کې کرل کېږي.

د افغانستان زعفران چې د کیفیت له‌مخې په نړیوالو بازارونو کې خاص ځای لري تر دامهاله چین، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي بازارونو ته صادر شوي‌ دي.

تر دې مخکې د «رومي سپایس» په نوم یوه امریکايي شرکت ویلي چې د هرات زعفران د هوا له لارې امریکا ته لېږدوي او په هول فودز پلورنځيو کې د پلور لپاره یې له دغه شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

XS
SM
MD
LG