د لاس رسي وړ اتصالات

په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي "غونډه لغوه" شوه


طالبان وايي په اجنډا کې د نظر اختلاف و
طالبان وايي په اجنډا کې د نظر اختلاف و

د طالبانو استازو ویلي دي چې په قطر کې له امریکایي استازو سره د افغانستان د سولې خبرې نکوي.

دواړو خواو پتېیلې وه چې د چهارشنبې په ورځ ( ۱۹ جدی- ۹ جنوري) په قطر کې سره بیا ویني. خو اوس د رویټرز خبري اژانس د ځینو طالب چارواکو له خولې لیکلي دي چې په اجنډا کې د اختلاف له کبله په دغې غونډې کې ګډون نکوي.

طالبانو هم ویلي دي چې امریکا استازو منلې چې په قطر کې دا غونډه نکوي، خو تر دې دمه امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغو اختلافاتو په اړه نور جزیات رسنیو ته ورکړل شوي نه دي. همدا تېره ورځ د طالبانو ځینو استازو رویټرز ته ویلي وو چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې په قطر کې له امریکايي چارواکو سره ویني.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي وو چې دا غونډه کیږي او هدف یې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د اعتماد جوړول دي.

طالبانو تر دې مخکې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې هم د سولې په اړه په جوړېدونکې غونډې کې له ګډون کولو ډډه کړې وه. دوی وایي د سعودي چارواکي پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کیني، خو طالبان یې نغواړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم د سې شنې په ورځ د«مرغومې پر۱۸مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه غونډه د افغان سولې په اړه د باور رامنځته کولو په هدف تر سره کېږي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه چې دغې غونډه ته د سولې عالي شورا پلاوی نه دی بلل شوی خو وايي، هڅه به وکړي تر څو «بین الافغاني» مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

هغه وویل:"هغه معلومات چې موږ یې لرو، دغه غونډه د ښاغلي خلیلزاد او طالبانو د استازو ترمنځ ده، په دغه غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو استازي ګډون نه لري."

افغان حکومت تل له وسله والو طالبانو سره له قید او شرط پرته د مخامخ خبرو تر سره کېدو غوښتنه کړې ده. تر دامهاله خپله امریکايي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان هم ویلي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو مېز ته د وسله والو طالبانو په حاضرولو کې به مرسته وکړي.

​د امریکا متحده ایالاتو، وسله والو طالبانو، سعودي اماراتو او پاکستاني استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه وروستۍ غونډه تېره ډسمبر میاشت په ابوظبۍ کې تر سره شوه.

د ابوظبۍ غونډې تر پای ته رسېدو وروسته سعودي عربستان ویلي و چې بله ورته غونډه په روانه جنورۍ میاشت کې په جدې کې تر سره شي، خو وسله والو طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې دوی د سعودي په غونډه کې ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG