د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د سعودي عربستان په خبرو کې گډون نه کوي


طالب وسله والو د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ٦) وویل چې د سعودي عربستان په جدې کې د افغانستان د سولې په خبرو کې گډون نکوي.

د طالبانو یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دوی غواړي د سولې خبرې او تماسونه دې په قطر کې وشي.

د رویترز اژانس د یو لوړپوړي طالب چارواکي له خولې لیکلي "ستونزه داده چې د سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو مشران له مونږ غواړي چې د افغان حکومت له هیت سره وگورو کوم کار چې په اوس وخت کې یې مونږ نشو کولای، نو د سعودي عربستان غونډه مو لغو کړه".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائید کړي چې د سعودي عربستان غونډه لغو شوې ده.

طالبانو تر اوسه درې ځلې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي خو دغې ډلې تر دې دمه د نړیوال فشار سره سره د افغانستان د حکومت سره د سولې په اړه مستقیمې خبرې رد کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا نن د یکشنبې په ورځ وویل چې په سعودي عربستان کې د افغان سولې د تر سره کېدونکې غونډې د نېټې په اړه تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی او تر دې مهاله یې د ابوظبۍ د تیرې غونډې ګډون کوونکو هېوادونو ته په دې اړه خبر نه دی ورکړی.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو استازي د امریکایي چارواکو سره د جنورۍ په پنځمه په ریاض کې خبرې وکړي خو داسې ښکاري چې په غونډه کې د طالبانو د نه گډون په وجه دغه خبرې ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG