د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ننګرهار کې د داعش د یو مهم قومندان د وژلو ادعا کړې


آرشیف
آرشیف

د افغانستان په ننګرهار کې طالب مقامات وايي چې د دې ډلې ځواکونو د اچین په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان څانګې یو مهم قومندان «د تروریزم ضد عملیاتو» کې وژلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانود اطلاعاتو او کتلور ریاست په یوې اعلامیې کې د یکشنبې په ورځ جولاۍ اووم (چنګاښ ۱۷) ویلي چې د داعش- خراسان څانګې دغه نظامي قومندان ذکرالله نومیده او په ابو شیر داعشی مشهور و. په اعلامیې کې ادعا شوې ده چې په دغو عملیاتو کې ځینې وسلې او مهمات هم کشف او نیول شوي دي.

د طالبانو د المرصاد ویپاڼه هم ادعا کوي چې ذکرالله د داعش خراسان مشهور قومندان و. لا په خپلواک ډول د داعش-خراسان د دغه غړي وژل تائید شوي نه دي. طالبانو په دې تیرو شاوخوا دریو کلونو کې چې په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، څو ځله یې د داعش پر ضد د عملیاتو او د دغې ډلې د جنګیالیو او قومندانانو د وژلو خبر ورکړی دی.

د داعش- خراسان څانګه چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان په ختیځ کې پیدا شوه او د اچین ولسوالۍ یې مرکزي قرارګاه وه په تېره یوه لسیزه کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د مرګونو بریدونو د کولو ادعاې کړیدي. په دغو بریدونو کې تر ډیره د افغانستان شیعه مذهبي‌ اقلیت په نښه شویدي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په افغانستان کې د داعش د ځپلو او د دغې ډلې د فعالیتونو د محدودولو ادعا کړې او لویدیځ هیوادونه او نړیوال بنسټونه یې د داعش ډلې خراسان څانګې په لوی ښودلو تورن کړي دي.

طالبانو دغه راز ادعا کړې ده چې پاکستان او تاجیکستان په خپله خاوره کې د داعش جنګیاليو ته «روزنه ورکوي او پالنه یې کوي». خو اسلام‌اباد او دوشنبې د طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي‌ او د دغې ډلې حکومت یې په سیمه کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې چې د افغانستان له خاورې په استفادې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی په ناکامۍ تورنه کړې ده.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت د روان کال د مې په میاشت کې په یو راپور کې خبرداری ورکړ و چې په افغانستان کې میشته د داعش -خراسان څانګه په سیمه کې د لویو بریدونو د کولو وړتیا لری.

په دغه راپور کې د داعش له خوا د ایران په کرمان ښار کې برید ته چې په کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي و او دغه راز په روسیې کې د کنسرت پر صالون برید ته چې په کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي و، اشاره شوې ده.

د امریکايي‌ ځواکونو د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان مایکل کوریلا په مارچ میاشت کې د متحده ایالاتو د کانګرس په استعماعیه غونډه کې له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د زیاتېدو خبر ورکړ او ویې ویل:‌ «د داعش خراسان څانګه له هیواد څخه بهر د متحده ایالاتو او لویدیځ پر منافعو باندې له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې او له کومې خبردارۍ پرته د برید کولو وړتیا او اراده لري.»

د متحده ایالاتو په راپور کې راغلي‌ سره له دې چې طالبانو له تروریستي‌ ډلو سره د اړیکو د پرې‌ کولو او هغوی ته په افغانستان کې د پناه نه ورکولو ژمنه کړې ده خو په پټه یې د القاعدې لوړ پوړو مشرانو ته پناه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د روان عیسوي‌ کال په فبروري کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې طالبانو له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلې دي او د دغې شبکې مشران په افغانستان کې حضور لري.

په دغه راپور کې راغلي چې القاعدې په افغانستان کې د روزنې اته نوي مرکزونه جوړ کړي دي چې څلور یې په غزني،‌ لغمان،‌ پروان او اروزګان ولایتونو کې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په اساس القاعده په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو زیرمتون هم لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG