د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په داغستان کې د نقاب په اغوستلو بندیز ولګېد


داغستان کې پر نقاب اغوستلو بندیز
داغستان کې پر نقاب اغوستلو بندیز

د روسیې په جنوب کې د داغستان سیمې د چهارشنبې په ورځ جولای درېیمه (چنګاښ ۱۳) په دغه جمهوریت کې چې اکثره اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د نقاب په اغوستلو موقتي بندیز ولګاوه.

ددې ګام لامل په داغستان کې پر کلیساګانو او د یهودانو پر عبادتځایونو باندې له بریدونو وروسته امنیتي دلایل ښودل شوي دي.

د داغستان د علماو شورا وویل چې د نقاب اغوستل "د موجوده ګواښونو له منځه تللو پورې په موقتي توګه منع دي."

تېره میاشت وسله والو په بریدونو کې د داغستان په دوو ښارونو کې دوه کلیساګانې، دوه د یهودانو عبادتځایونه او د پولیسو یوه پوسته په نښه کړه چې له کبله یې شاوخوا ۲۲ کسان ووژل شول.

داغستان کې پر عبادتځایونو باندې د جون د میاشتې په بریدونو کې ۲۲ تنه ووژل شول.
داغستان کې پر عبادتځایونو باندې د جون د میاشتې په بریدونو کې ۲۲ تنه ووژل شول.

دا بریدونه یوازې درې میاشتې وروسته له هغه وشول چې د اسلامي دولت (داعش) وسله والو په مسکو کې د کنسرت په یو تالار کې په برید کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل. دا په روسیه کې په تیرو دوو لسیزو کې ترټولو خونړی ترهګریز برید و.

په داغستان کې د برید کوونکو د هویت او انګیزې په اړه لږ جزئیات خپاره شوي دي. وروستي بریدونه د یاغیانو هغه تاوتریخوالي ته ورته بلل شوي چې په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزو کې یې د شمالي قفقاز سیمه ناامنه کړې وه. خو کرملین د تاوتریخوالي د تازه څپې ویره رد کړې ده.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې، مسکو د ګاونډي چیچنیا سیمې د کنټرول لپاره دوه جنګونه وکړل. ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلې واکمنۍ په پیل کې د یاغیانو ماتول خپل بریالیتوب بللی دی.

د داغستان د وسله والو په اړه ګمان کیږي چې ډیری یې د داعش سره د یو ځای کیدلو لپاره سوریې ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG