د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي د سولې خبرې په اسلام آباد کې نکوو


عکس: ارشیف - د مسکو په غونډه کې د طالبانو هیت
عکس: ارشیف - د مسکو په غونډه کې د طالبانو هیت

د طالبانو ډلې د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو د لړۍ د بیا پیل کولو پهع اړه رپوټونه رد کړي دي.

طالبانو د پاکستاني رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې دوی د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکوي او یو ځل بیا یې وویل چې د افغان حکومت سره مستقیمې خبرې نه کوي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی و چې د ښاغلي خلیلزاد او د عمران خان په گډون د پاکستاني چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته به په اسلام آباد کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې وشي.

د رویترز اژانس د طالبانو د لوړپوړو چارواکو له خولې ویلي چې د پاکستان په گډون سیمه ییزو قوتونو له طالبانو غوښتي چې په اسلام آباد کې د امریکایي پلاوي سره وگوري او د افغانستان حکومت هم د سولې په پروسه کې شامل کړي، خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي "غواړو روښانه کړو چې په اسلام آباد کې د زلمي خلیلزاد سره هیڅ ډول خبرې نکوو."

یو لوړپوړي طالب چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي "مونږ په وار وار دا څرگنده کړې چې هیڅکله به د افغانستان له حکومت سره خبرې ونکړو. ځکه پوهیږو چې هغوی زمونږ غوښتنې نشي پوره کولای".

د امریکا متحده ایالاتو ویلي د افغانستان په اړه هر ډول پریکړه باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي.

طالبانو ویلي دي چې د امریکا سره د سولې خبرې یواځې هغه وخت بیا پیل کیدای شي چې یواځې درې مسلو باندې خبرې وشي. پدغو دریو موضوعگانو کې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله او د طالبانو پر مشرانو باندې د بندیز لرې کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG