د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور: ټرمپ له افغانستان څخه وتلو ته ژمن دی


ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې له سوریې څخه د امریکايي پوځ د وتلو امر وکړ
ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې له سوریې څخه د امریکايي پوځ د وتلو امر وکړ

سپینې ماڼۍ کې بیا د افغانستان په اړه غونډه وشوه او یوه ګډونوال يې ویلي چې ولسمشر ټرمپ بیا د افغانستان او سوريې له جګړو سره کلک مخالفت څرګند کړ.

د سپینې ماڼۍ د چهارشنبي (جنورِ۱۶) په غونډه کې جمهوري غوښتونکی سناتور راین پاول هم و. له غونډې وروسته، هغه وویل چې ولسمشر دونالد ټرمپ له سوریې او افغانستان څخه د سرتېرو ویستلو ته ژمن دی.

سناتور پاول په ټویټر کې ولیکل "په نننۍ غونډه کې ولسمشر ټرمپ د یوې غښتلې امریکا پر دریځ ټېنګار وکړ او د بهرنیو جګړو کلک مخالفت یې وکړ. تر هر څه مخکې امریکا، په دې مانا ده چې په سوریه او افغانستان کې به امریکا خپل بری اعلانوي. ولسمشر ټرمپ پر خپلو ژمن ولاړ دی."

د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس هم ویلي دي چې د پوځ له ویستلو وروسته به امریکا داعش ته اجازه ورنکړي چې بیا په خپلو پښو ودریږي. لا د افغانستان څخه د امریکايي پوځ د ویستلو کره نیټه څرګنده نه ده او نه هم دا څرګنده ده چې ټول پوځ په یو وارې ویستل کیږي او که سوکه سوکه.

همدا څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي پوځ د وتلو امر وکړ. د ولسمشر ټرمپ د دغې تګلارې ځینې مخالفین بیا وايي چې ولسمشر باید په دې اړه له سره فکر وکړي.

فاکس نیوز وايي امریکايي سناتور لنډسي ګراهم د چهارشنبې په ورځ وویل چي باید ولسمشر پر دغه دریځ له سره کتنه وکړي. هغه وویل "زه پوهیږم چې خلک ستړي شوي دي، خو موږ تر هغې د ارامې ساه نشو اخیستلې تر څو چې مو هلته له هغو خلکو سره مرسته نه وي کړې چې د افراطي مفکورې پر ضد ولاړ دي."

د راند خبرداری

ولسمشر ټرمپ داسې مهال له افغانستان څخه د سرتېرو په ویستلو بیا ټېنګار کړی دی چې همدا چهارشنبې په واشنګټن کې د راند څیړنیز مرکزله افغانستان څخه د امریکايي پوځ د وتلو د بدو پایلو په اړه راپور خپور کړ.

مخکښو او پخوانیو امریکايي ډیپلوماتانو او پوځي مشرانو جیمز ډوبن، جایسن کمپل، سین مان او لوریل میلر دا تحقیقي راپور په ګډه لیکلی دي. دوی خبرداری ورکړی دی چې په یو وار له افغانستان څخه د امریکایي پوځ وتل به هلته هر څه په بل مخ واړوي

په دغه راپور کې دا خبره هم شوې ده چې د پوځ له وتلو وروسته به افغان حکومت کمزوری شي، خپل مشروعیت به له لاسه ورکړي، طالبان به پياوړي شي او کورنۍ جګړې به پیل شي.

سپینې ماڼۍ داسې مهال له افغانستان څخه د امریکایي پوځ د ویستلو خبره کوي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراو هم زور اخیستی دی.

تېره ورځ د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد وویل که طالبان خبرې کوي، موږ هم "خبرې کولی شو او که هغوی غواړي جنګ وکړي،موږ هم جنګ کولی" شو.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو مهمه غوښتنه ده. طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بحث د خبرو اصلي موضوع نکړي د امریکا سره به خپل تماسونه بند کړي.

XS
SM
MD
LG