د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: د پاکستان د متقابل عمل په تمه یو


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د افغانستان او پاکستان د اقداماتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د افغانستان او پاکستان د اقداماتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سفر اړوند وايي چې افغانستان د پاکستان د متقابلو اقداماتو په تمه دی.

ښاغلي صالح له پاکستاني پلاوي سره د افغان چارواکو مذاکراتو په اړه چې په هغه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا (ای اېس ای)مشر جنرال فیض حمید هم ګډون کړی، پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان حکومت خپلو اقداماتو کې صادق او جدي دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د افغانستان او پاکستان د اقداماتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ښاغلی صالح د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست یو له سر سختو افغان انتقاد کوونکو څخه دی او په وار وار یې پاکستان او د دغه هیواد پوځ یې له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی دی.

امرالله صالح همدانګه زیاته کړې چې افغان چارواکو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او (ای اېس ای) له مشر سره صادقانه او روښانه بحثونه لرل.

نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه د سیمې او ګاونډیو هیوادونو اړیکې له نړۍ سره تر مخکې مهمې شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ په کابل کې د پاکستان او برتانیې له لوی درستیزانو سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر، د اسلام اباد او کابل اړیکو او د سولې بهیر کې د پاکستان د رول په اړه خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG