د لاس رسي وړ اتصالات

ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو او افغان حکومت د غندنې او ملاتړ کمپاین 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

افغان چارواکي‌ وايي په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په نهو ولایتونو کې بریدونه کړي‌ او پلان یې لره چې ځینې سیمې ونیسي.

د جګړو په زیاتېدو سره د ښکېلو غاړو د تلفاتو تر څنګ ملکي افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

که په جګړه کې طالب وژل کیږي مسولیت یې د افغان ځواکونه اخلي او که افغان ځواکونه وژل کیږي مسولیت یې طالبان مني، خو ستونزه دا وي‌ چې په جګړې کې د «ولسي تلفاتو مسولیت» یوه غاړه هم په اسانۍ نه مني.

د هلمند ملکي مرګ ژوبله

د جګړې له ډګر څخه د باندې په مجازي‌ نړۍ کې هم د افغانستان د جګړې په اړه بحثونه او د یو اړخ د غندلو او بل اړخ په ملاتړ کمپاینونه کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې هم هر وخت دا جګړه ګرمه روانه وي.

د هلمند په جګړې کې چې طالبانو د ولسوالیو او سیمو د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي او افغان ځواکونه یې پر وړاندې عملیات کوي د جګړې له سیمو څخه د ولسي تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو تبلیغاتي منابعو له ځنډ پرته افغان حکومت د هلمند د ملکي تلفاتو مسول وګاڼه.

وسله والو طالبانو او په ټولنیزو رسنیو کې د هغو یو شمېر غړو او خواخوږیو د افغان حکومت د غندلو لپاره د «هلمند قتل عام HelmandMassacar# »‌ په نامه په ټویټر کې یو هشټګ خپور کړ. دا هشټګ زرګونه ځله په پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې په ټویټر کې خپور شوی.

د وسله والو طالبانو یو مشر سهیل شاهین هم دا هشټګ کارولی او افغان حکومت یې د دغو ولسي تلفاتو مسول ګڼلی دی.

خو د طالبانو ویاندویان تل د هغو ملکي تلفاتو په اړه غلي پاتې کیږي چې د دوی په بریدونو کې رامنځ ته کیږي.

له بلې حوا د ټولنیزو رسنیو ځینو کارکوونکو دا هشټګ د طالبانو د غندلو لپاره هم کارولی دی.

هشتګ
هشتګ

افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د هلمند په پېښه کې ولسي تلفات غندلي دي. هغه په خپل فیسبوک کې په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو پرې تبصرې کړې او یو شمېر یې ښاغلی کرزی ګرم بللی چې ولې یې په خپل وخت کې د داسې پېښو مخه ونشوه نیولې.

د ښاغلي کرزي د غندنې تر پیغام لاندې د یو افغان تبصره
د ښاغلي کرزي د غندنې تر پیغام لاندې د یو افغان تبصره

طالبان د پاکستان لپاره جنګیږي»

د «هلمند قتل عام» یوازینی هشټګ نه دی چې په افغانستان کې د جګړې په اړه خپور شوی دی. بلکې د روانې جګړې د بندولو او طالبانو د غندلو لپاره هم هشټګونه جوړ او خپاره شوي دي.

په دغو هشټګونو کې «طالبان د پاکستان لپاره جنګیږي TalibanFighting4Pakistan#» او «طالبان باید د افغانانو قتل عام بند کړي TalibanMustStopAfgGenocide#» شامل دي‌ چې زرګونه ځله خپاره شوي‌.

د دغه هشټګ اکثریت کاروونکو طالبان غندلي چې له بهرنیانو سره یې تړون کړی خو په افغانانو بریدونه کوي.

«طالبان د پاکستان لپاره جنګیږي» هشټګ
«طالبان د پاکستان لپاره جنګیږي» هشټګ

د هلمند له جګړې وروسته په لوګر کې یو موټر بمب برید وشو چې د افغان چارواکو په وینا لسګونه محصلین په کې ووژل شول او ژوبل شول.

تر هغه وروسته یو پخوانی خبریال په کندهار کې ترور شوی او تېره ورځ په کابل کې د نجونو یو ښونځي ته څیرمه چاودنې وشوې او لسګونه افغانان په کې ووژل شول او ژوبل شول چې زیات شمیر زده کوونکي په کې شامل دي.

په ټویټر کې ډېرو افغانان د دغو بریدونو او طالبانو د غندلو سره یو ځای دا هشټګونه هم خپاره کړي.

طالبانو شاوخوا دوې لسیزې مخکې په افغانستان کې په خپلې واکمنۍ کې ازادې رسنۍ او تلویزونونه بند کړي وو، خو د ټولنیزو رسنیو په راتګ سره ډېرو خلکو ته د نظر ورکولو او ازادۍ حق ورکړل شوی دی چې نه حکومتونه او نه هم وسله والې ډلې یې مخه نیولی شي.

XS
SM
MD
LG