د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر راتګ وروسته افغانستان کې'۸۰ سلنه خبریالانې بېکاره' شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ژونالستانو او رسنیو فدراسیون په دغه هیواد کې د رسنیو د اقتصادي او مالي ستونزو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د رسنیو زرګونه ښځینه او نارینه کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د یاد فدراسیون غړي هجت الله مجدي تیره ورځ فبرورۍ ۲۱( کب دوهمه) د رسنیو د اقتصادي وضعیت په اړه کنفرانس کې ویلي چې د رامنځته شوي وضعیت له امله د رسنیو ۸۰ سلنه ښځینه او ۶۰ سلنه نارینه کار کوونکي بېکاره شوي دي.

طالبان تېرکال د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او ورسره له افغانستان څخه نړیوالې او بشري ادارې ووتلې او له افغانستان سره د نړیوالې مرستې هم بندې شوې چې د نورو ترڅنګ رسنۍ یې هم زیانمنې کړې دي.

د دغه فدارسیون غړو په افغانستان کې د رسنیو په وړاندې رامنځته شوی نازک اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

ښاغلي مجدي زیاته کړې چې اوس مهال اکثره خبریالانو د سړک په غاړو د توکو پلورلو او نورو کارونو ته مخه کړې چې په خبره یې دغه وضعیت د افغانستان لپاره دردونکی دی.

هغه ویلي که چیري د رسنیو په وړاندې رامنځته شوی نازک اقتصادي وضعیت تغیر ونکړي، په کابل کې به له شپږو یا اوو لویو رسنیو پرته به نورې ټولې وتړل شي.

هغه زیاته کړه نړیوال بنسټونه چې په دې برخه کې فعالیت کوي د رامنځته شوي وضعیت څخه د وتلو لپاره باید د رسنیو کار کوونکو ته مستقیم معاشونه ورکړي.

د افغانستان د ژونالیستانو فدراسیون د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ژر تر ژره نهايي کړي.

یاد فدارسیون د رسنیو د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره له یاد وزارت څخه همدارنګه غوښتي چې د رسنیو د جرایم او مالیات د یوه کال لپار معاف کړي او د رسنیو لپاره د فریکونسیو اخیستلو په برخه کې دې ځانګړی تخفیف رامنځته شي.

بلخوا د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مسؤلینو د فبرورۍ پر ۱۳مه د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره د اقتصادي ستونزو له امله ۴۰ سلنه غږیږو، انځوریزو او چاپي رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د یاد انجمن د معلوماتو په دغه هیواد کې د ۱۳۲ رسنیو په بندېدو سره ۳۱۲۳ کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې ۱۳۲۹ تنې یوازې مېرمنې دي.

په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې.

ښاغلي مجدي همدارنګه وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د نظام تر تغیر وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۵۰ قضیې ثبت شوي دي.

په همدې مهال په افغانستان کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دې وروستیو کې افغان خبریالانو پر موقع اطلاعاتو ته لاس رسی نه دی پیدا کړی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سیمه ییزو خبریالانو په حواله ویلي چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د یوې وژل شوي ښځې د دوستانو د اعتراض د پوښښ پرمهال یو خبریال د څه وخت لپاره نیول شوی او نورو خبریالانو ته د دغه اعتراض د پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.

یاد بنسټ ویلي چې د پرله پسې تماسونو سره سره د کندهار سیمه ییزو چارواکو د دغه پېښې په اړه خبریالانو ته معلومات نه دي ورکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خبریالانو سره پر وخت د معلوماتو نه شریکول د رسنیو قانون د پنځمې مادې خلاف بللی او د طالب چارواکو څخه یې پر موقوع د اطلاعاتو شریکولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG