د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو ژوند او روغتیا له خطر سره مخ دي- سروې


په افغانستان کې تېر کال د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، په لومړي ځل یوې نړیوالې نظرپوښتنې په دغه هېواد کې د ښځو وضعیت څارلی او موندلې یې ده چې د میلیونونو افغان مېرمنو ژوند او روغتیا له خطر سره مخامخ دي.

د هولوژیک په نوم په نړۍ کې د ښځو د روغتیا شاخص ددې سروې پایلې نن چهارشنبې ۲۱ سپتمبر (وږي ۳۰) په امریکا کې د ګالپ نظرپوښتنې مرکز په یوه راپور کې خپرې کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغان مېرمنو دپاره ژوند د طالبانو د واک ته رسېدو وړاندې هم سخت و او په تېرو څو کلونو کې د گالپ نظر پوښتنو ښودلې وه چې افغان مېرمنې د خوړو اخیستلو او سرپناه موندنې توان نلري، لږ شمېر یې د خوندیتوب احساس کوي او اکثره یې وايي د هر کال په تېرېدلو سره یې ژوند نور هم خرابیږي.

د سروې په راپور کې راغلی چې د ۲۰۲۱ کال په پیل کې د طالبانو له خوا پر روغتیایي مرکزونو باندې په بریدونو کې ۱۲ روغتیاپالان ووژل شول او ۲۶ ودانۍ زیانمنې شوې. د ۲۰۲۱ کال په اګست او سپتمبر کې چې دې نظر پوښتنې دوام درلود، طالبان واک ته ورسېدل، د هیواد روغتیایي سیستم د نړېدو په حال کې وو، درملو او واکسین ته لاسرسی په آسانه نه کېده.

سروې همدارنګه موندلې چې، په تېر یوه کال کې د ګوتو په شمېر افغانې میرمنې د لوړ فشار، شکرې، سرطان یا د ساري جنسي ناروغیو دپاره معاینه شوې دي. په پوښتل شویو ښځو کې هیچا ندي ویلي چې د سرطاني ناروغیو دپاره معاینه شوي او که سرطان پکې تشخیص هم شي، د رملنې لپاره یې آسانتیاوې ندي موجودي.

راپور وايي، په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د نږدې ۳۹ میلیونه نفوس دپاره د سرطان د درملنې یوازې یو روغتون په کابل کې فعال و.

د ښځو د روغتیا نړیوال شاخص د سروې راپور وايي، په افغانستان کې د ناروغیو دپاره د ښځو د نه معاینه کېدو معنی دا نده چې دغه مېرمنې طبي معاینې ته ارزښت نه ورکوي. نږدې ۷۱ سلنه پوښتل شویو مېرمنو ویلي چې غواړي متخصصو ډاکترانو ته د معاینې دپاره ولاړې شي او ۶۱ سلنه مېرمنو ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې لږ تر لږه یو ځل ډاکتر مراجعه کړې ده.

راپور وايي، متخصصو ډاکترانو ته لاسرسی ګران دی او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان دریمه برخه نفوس د خپلو کور په دوه ساعته مزل فاصله کې روغتیايي مرکز نه درلود.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له خوا پر ښځو باندې د سفر دا بندیز چې له نارینه محرم پرته له ۴۸ میلو زیات سفر نشي کولای، ښايي نور هم روغتیايي آسانتیاو ته د ښځو د لاسرسي مخنیوي وکړي.

د ګالپ نظر پوښتنو له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانانو کې روحي فشارونه څارلي دي. په تازه نظر پوښتنه کې موندل شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په ښځینه او نارینه دواړو قشرونو کې د روحی فشارونه او خفګان د ریکارډ تر کچې لوړ شوی دی.

په دې نظر پوښتنه کې د نارینه وو په څېر، ۸۵ سلنه افغان میرمنو ویلي چې د اندیښنې احساس کوي، ۸۳ سلنه ښځو ویلي تر روحي فشار لاندې دي، ۷۸ سلنه ښځو ویلي د خپګان او ۶۲ سلنه ښځو ویلي د غوسې احساس کوي.

په راپور کې ویل شوي چې مېرمنو د نارینه و په پرتله د زیاتې غوسی او خپګان احساس څرګند کړی دی.

سروې ښيي چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدلو د افغانانو د خوراکي توکو د اخیستلو وړتیا نوره هم ځپلې ده او د روان کال د مارچ میاشتې پورې، نږدې ۹۵ سلنه افغانانو کافي خواړه نلرل.

د طالبانو د واکمنۍ وړاندې، د ګالپ نظر پوښتنو ښودلې وه چې افغانان له کلونو راهیسې د خوړو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او ښځې د ۲۰۱۷ کال راهیسې د نارینه وو په پرتله له دې اړخه ډیرې ستونزې لري.

د دې سروې له مخې که په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د ناروغیو د وقایې یا مخنیوي اقدامات لږ وو، خو په ۲۰۲۲ کې دا تقریباً د صفر برابر دي، چې له امله یې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.

نړیوالې شمېرې

په دې سروې کې د افغانستان برسېره، په شاوخوا ۵۰ هیوادونو او سیمو کې د ښځو د روغتیا په اړه پوښتنې شوې دي او څرګنده شوې ده چې ښځې په نړیواله کچه په ۲۰۲۱ کال کې، د ۲۰۲۰ کال په پرتله ډیرې اندیښمنې، خپه او تر‌‌ روحي فشارونو لاندې وې.

ددې سروې پر اساس، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ موده کې،په نړۍ کې په شتمنو او بې وزلو هېوادونو کې د ښځو ترمنځ واټن نږدې دوه چنده شوی دی.

د هولوژیک د روغتیا نړیوال شاخص د روغتیا پنځه اړخونه اندازه کوي: وقایه یا د ناروغیو مخنیوی، اساسي اړتیاوې، د روغتیا او خوندیتوب په اړه نظرونه، انفرادي روغتیا، او رواني روغتیا.

XS
SM
MD
LG