د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له بنګله دېش سره د ۲۰ اورونو درې نړیوالې لوبې کوي


افغانستان او بنګلدېش یو وارې د ۲۰ اورونو سیالي کړي ده چې بنګلدېش ګټلې ده
افغانستان او بنګلدېش یو وارې د ۲۰ اورونو سیالي کړي ده چې بنګلدېش ګټلې ده

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په هند کې به له بنګلدېش سره د ۲۰ اورونو درې نړیوالې لوبې کوي.

دا لوبې د هند په دهرادون کې د جون د میاشتې په درېیمه، پنځمه او اوومه کیږي چې کوربه یې افغانستان دی.

د کرکټ بورډ اعلامیې د بورډ د مشر عاطف مشعل له خولې لیکلي دي:" د افغانستان کرکټ بورډ خوښ دی چی د بنګله دیش په څیر د پیاوړې لوبډلې کوربتوب کوي. افغانستان بهله بشپړ چمتووالي سره د بنګله دیش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي."

افغانستان لا دغو سیالیو ته لوبډله اعلان کړې نه ده خو د بورډ اجرایي مشر شفیق ستانکزی وايي چې په هند کې په تمرینونو د بوختو لسګونو افغان لوبغاړو له منځه به دغو سیالیوته لوبغاړي غوره کیږي.

افغانستان څه موده مخکې د ملي، ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي هند ته د تمرین لپاره واستول. افغانستان د مهال د ۲۰ اورنو په نړیوالې درجه بندۍ کې اتم او بنګلدېش لسم مقام لري.

افغانستان او بنګلدېش یو وارې د ۲۰ اورونو لوبه کړې ده چې بنګلدېش ګټلې ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ همدا اوس د ای پي ال د ۲۰ اورونو په تجارتي سیالیو بوخت دي.

افغانستان د ۲۰ اورونو په لوبو کې نسبتآ پیاوړ لوبډله بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG