د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ایران د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیکوي


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دوه ورځني سفر ایران ته تللی و
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دوه ورځني سفر ایران ته تللی و

افغانستان او ایران په یوه ګډه اعلامیه کې چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ د پلاوي د سفر په پای کې خپره شوې تر راتلوونکو دریو میاشتو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی د یکشنبې په ورځ جون ۲۱ ( چنګاښ لومړۍ) ایران ته په یو دوه ورځیني سفر تللی و چې د دغه سفر په پای کې د دوشنبې ماښام ناوخته د دواړو هیوادونو یوه ګډه اعلامیه خپره شوه.

د دواړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان او ایران په اتو برخو کې یو هراړخیز سند چې په ایران کې د افغان کډوالو د اوسیدانې قانوني کیدل، سرحدي همکارۍ، کار، اوبه، فرهنګي مسایل، انرژي، روغتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخیدو پورې اړوند مسلې په کې شاملې دي سره ګډې پایلې ته رسیدلي دي.

ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "د دواړخیزو اړیکو بنسټ ايښودلو او د دواړو هیوادونو اړیکو تنظمولو په هدف، دواړو خواو د ایران او افغانستان ترمنځ د ستراتيزیکي همکاریو د سند بشپړولو لپاره د خبرو د دوام په اړتیا او تر دریو میاشتو د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو د لاسلیک لپاره د سند په چمتو کولو موافقه وکړه".

د دغې اعلامیې له مخې ایران د افغانانو ترمنځ د خبرو د زمینې او کوربتوب لپاره د افغانستان د غوښتنې په صورت کې د چمتوالي اعلان هم کړی دی.

په سمدستي ډول د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو په خاطر د تاوتریخوالي کمیدل، تل پاتې اوربند ته رسیدل او تل پاتې سولې ټینګیدل په هغو موضوعاتو کې شامل دي چې تهران ته د افغان دولتي پلاوي د سفر پر مهال پرې دواړو خواو ټینګار کړی دی.

په ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه ګڼل شوې او دواړو خواو د افغانستان په محوریت د ګاونډیواو تاثیر لرونکو هیوادونو په ګډون د بین الافغاني خبرو د بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو رول ته په کتنې د یو سیمه ییز نوښت په اړه تفاهم ته رسیدلي دي.

  • د کډوالو حقوق

همداشان په تهران کې د ایراني چارواکو سره د افغان پلاوي په کتنو کې د بشري حقونو او د کډوالو د حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د دواړو خواو ترمنځ د همکاریو په دوام باندې ټینګار شوی دی.

د دغې ګډې اعلامیې له مخې ایراني چارواکو د افغانستان او ایران د سرحد په اوږدو او د ایران د یزد په ښار کې د ورستیو پیښو په اړه چې د اتلس افغان کډوالو د وژل کیدو او پنځه نورو د ټپي کیدو سبب شوي افغان پلاوي ته معلومات ورکړي او دواړو هیوادونو په راتلوونکي کې د دغسې پیښو د مخنیوي لپاره د تدبیرونو په نیولو باندې موافقه کړې ده.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي "دواړو خواو د دوو هیوادونو د سرحدي ساتوونکو له خوا د ګډ سرحد د څارنې او دقیق کنټرول په اړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې له سرحد څخه د غیر قانوني تیریدلو، انساني قاچاق، نشه يي توکو او د هرډول نورو توکو د قاچاق څخه د خپل هیواد په خاوره کې مخنیوی وکړي".

همداشان په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو هیوادونو د سوداګرۍ، ترازیټ، د دواړو هیوادونو د کاري ځواک د تګ راتګ لپاره د اسانتیاو برابرول، د دوغارون په سرحدي سیمه کې د ترانزیتي تاسیساتو بیا رغونه، د انرژۍ په برخه کې همکاري، د رسنیو او فرهنګي چارو د پرمختګ په برخو کې هم سره موافقه کړې ده.

XS
SM
MD
LG