د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد تېر کال د ۱۱۴ میلیونو ډالرو په ارښت د هینګ یا انغوزې بوټي شیره بهر ته صادره کړې ده.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې د انغوزې څه باندې ۲۵۰۰ مټریک ټنه شیره تولید شوې چې یو نیم زر مټریک ټنه یې بهر ته استول شوې ده.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه نومبر ۴ (لړم ۱۴) امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان د هینګ عمده بازار هند دی. وړم کال د افغانستان د هنیګ د شیرې لویه برخه هند ته صادره شوې."
د هینګ بوټی د افغانستان یو له لوړ کیفیتو طبي بوټو له ډلې دی چې تر ډېره ورنه د طبي درملو به جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
د ګېډې سرطان، قولنج، د وینې لوړ فشار، د مېرمنو د میاشتني عادت کې بې نظمي، ځاني نارامي او یو شمېر نورو ناروغیو ته نن سبا د هینګ له شیرې څخه طبیعي او ګټور درمل جوړیږي.
دغه بوټی د پخوا زمانې راهیسې په وحشي ډول د هیواد په ځنو سیمو کې راټوکیدل او په کمه اندازه بهر ته هم صادریدل، خو له تېرو اوه کلونو را پدېخوا په افغانستان کې ترویج شوی چې هر کال یې د شیرې حاصل په ډېرېدو دی.
تر دې دمه د هینګ د بوټي کرکېله په بلخ، تخار، جوزجان، سمنګان او بدخشان کې ښه پایله ورکړې.