د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه په اسټرالیا وبایلله. د افغانستان لوبډلې اسټرالیا ته د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و چې د لوبې په پنځه دیرشم اور کې پوره شو.

د اسټرالیا یوازې درې لوبغاړي وسوځیدل.

د افغانستان لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړلې. هغه ۵۱ منډې وکړلې. رحمت شاه ۴۳، کپتان ګلبدین نایب ۳۱ او راشد خان ۲۷ منډې وکړلې.

د افغانستان د سر دوه لوبغاړي، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي دواړه پرته لدې کومه منډه وکړي، وسوځیدل. په توپ اچونې کې راشد خان، مجیب الرحمان او ګلبدین یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

لوبه د انګلستان د برسټل په ښار کې وه. افغانستان خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه په همدې میدان کې د پاکستان نه ګټلې وه. د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ( جون۴ مه) د کارډیف په ښار کې د سریلانکا د لوبډلې سره ده.

د اسټرالیا لپاره ډیوډ وارنر ۸۹ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. کپتان ایرن فینچ ۶۶ منډې وکړلې. اسټرالیا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو اتله لوبډله ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG