د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو هرکلی کړی


په سعودي عربستان کې د اشرف غني او عمران خان کتنه
په سعودي عربستان کې د اشرف غني او عمران خان کتنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د کتنې هرکلی کړی او د کابل او اسلام آباد د اړیکو ښه کیدل یې مهم گڼلې دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ (می ٣١) په سعودي عربستان کې د اسلامي هیگوادونو د همکارۍ د سازمان د ١۴ غونډې په څنډه کې سره خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي دي: "د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدل د سیمې د پیوستون او پرمختیا د فرصتونو د پلي کیدو او پانگونې کلي ده."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته تیاره ده.

د افغانستان جمهوري ریاست د جمعې په ورځ (غبرگولي ١٠) ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دواړو هیواودنو مشرانو پدې لیدنه کې د "دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایز پیوستون، تجارت، سولې، امنیت او د ترهگرۍ پر ضد مبارزې" خبرې کړې دي.

د ارگ په اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان صدراعظم د یو باثباته افغانستان د رامنځ ته کیدو لپاره د خپل هیواد ژمنه څرگنده کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان لپاره سیمه ایز پیوستون، د سولې پروسه او د تروریزم سره مبارزه مهمه ده، ځکه دا د فقر د له منځه تللو او د سیمې د خلکو د هوساینې سبب کیږي.

ښاغلي غني پدغه کتنه کې د افغانستان نه هند ته د هوایي پروازونو پرمخ د پاکستان د فضایي حریم د تړلو مسله مطرح کړې او ښاغلي خان ژمنه کړې ده چې دغه ستونزې ته به پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG