د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه له نمیبیا وګټله 


افغانستان تر دې دمه نړیوال جام کې درې لوبې کړې، دوې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده. څلورمه له هند سره ده
افغانستان تر دې دمه نړیوال جام کې درې لوبې کړې، دوې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده. څلورمه له هند سره ده

د افغانستان کرکټ ملي ټیم د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۹) له نمیبیا سره لوبه وکړه.

د افغانستان کپتان محمد نبي د پچې له ګټلو وروسته د منډو کولو پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې نمیبا ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې ۴۵ منډې شهزاد محمدي وکړې. حضرت الله ځاځي ۳۳، محمد نبي ۳۲ او اصغر افغان ۳۱ منډې وکړې.

نمیبیا د افغانستان د دغومنډو په ځواب کې ۹۸ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

افغانستان تر دې مخکې خپله دویمه لوبه په پاکستان باندې وبایلله او خپله لومړۍ لوبه یې له سکاتلنډ څخه وګټله. د افغانستان بله لوبه د چهارشنبې په ورځ له هند سره ده.

په نننۍ مجیب الرحمن نه و او په ځای یې حمید حسن لوبه وکړه. حمید حسن او نوین الحق ۳-۳ لوبغاړي او ګلبدین دوه او راشد خان یو لوبغاړی وسوځول.

په پاکستان باندې د لوبې تر بایللو وروسته په افغان لوبغاړو او په خاص ډول مجربو لوبغاړو کلک انتقادونه وشول چې له کبله یې اصغر افغان استعفا وکړه.

له پاکستان سره په لوبه کې په ۱۲ توپونو ۲۴ منډې پاتې وې، چې کریم جنت، چې د اصغر افغان ورور دی، راغی او پاکستاني لوبغاړي پرې څلور شپږیزې ووهلې او افغانستان لوبه وبایلله.

له نمیبیا سره لوبه د اصغر افغان وروستۍ لوبه وه. هغه تېره ورځ له کرکټ څخه استعفا اعلان کړه. هغه وویل چې په پاکستان باندې د لوبې له بایللو وروسته د استعفا پرېکړه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې احساساتي او په ژړا شو، خو له خپلې کورنۍ، مینه والو او منتقدینو څخه یې مننه وکړه.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ۱۶ کاله کرکټ کړی او د افغانستان یو بریالی کپتان بلل کېده، خو یو شمېر مینه والو یې پرې انتقاد کاوه چې په خپله ښه لوبه نکوي او د خپلې کورنۍ ځینې غړي یې په ملي لوبډلې کې ځای کړي. خو ښاغلي افغان ویلي چې ورور یې په خپل استعداد لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG