د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ۱۹کلنو د کرکټ نړیوال جام پاکستان ته په ماتې ورکولو پیل کړ


افغانستان په اته څلویښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوزیدو د پاکستان د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ
افغانستان په اته څلویښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوزیدو د پاکستان د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۱۸ کرکټ نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

دا سیالۍ چې نن سهارد نیوزیلنډ په وانګري (Whangarei) لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپوهنې (بیټینګ) پریکړه یې ورکړه.

پاکستان په اته څلویښتو اورونو کې افغانستان ته د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ، چې افغان لوبډلې دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوزیدو په اته څلویښتم اوور کې په آسانۍ ترلاسه کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی درویش رسولي شو. نوموړي په دې سیالۍ کې په زړه پورې توپوهنه (بیټینګ) نندارې ته وړاندې کړه او په ۷۸ توپونو یې ۷۶ منډې ترلاسه کړې.

درویش رسولي ته د غوره لوبغاړي جایزه په استرالیا او نیوزیلنډ کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي له خوا ورکړل شوه.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د خپلو ټویټر پاڼو په جلا جلا پیغامونو کې افغان ولس ته د دغه بري مبارکي ویلې ده.

ټاکل شوې چې افغانستان د روان نړیوال جام دویمه سیالۍ د جنوري په ۱۷مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

د ۲۰۱۸کال د نولس کلنو نړیوال جام کې شپاړس هیوادونه برخه لري، چې افغانستان له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ لوبډلو سره په (D) ګروپ کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG