د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: دوو کلنو کې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه زرګونه افغان بندیان خوشې شوي


د پاکستان د کراچۍ ښار کې افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې تیرو دوو کلنو کې یې د هڅو په ترڅ کې ۴۲۶۸ افغانان له بند څخه خوشې کړي دي. (عکس ارشیف).
د پاکستان د کراچۍ ښار کې افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې تیرو دوو کلنو کې یې د هڅو په ترڅ کې ۴۲۶۸ افغانان له بند څخه خوشې کړي دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان د سند په ایالت کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې ددغې قونسلګرۍ د هڅو په لړ کې ددغه ایالت له زندانونونو څخه له څلور زرو څخه زیات افغان کډوال چې د پولیسو له خوا نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي وو خوشې کړي دي.

دغې قونسلګرۍ د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۲ (سلواغې درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۲۶۸ افغانان له بند څخه د خوشې کیدو وروسته د طالبانو د حکومت په مصرف افغانستان ته انتقال شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې د راحیلې په نوم د یوې افغان میرمنې چې د خپل کوچني ماشوم سره یوځای د کراچۍ په زندان کې د بند ورځې شپې تیروي د خلاصون په اړه ددغې قونسلګرۍ د هڅو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د ټولو قانوني او عدلي پړاونو د بشپړیدو سره سره لا هم پاکستاني ادارې خپل خاوند ته ددغې میرمنې د سپارلو څخه ډډه کوي چې د خلاصون چارې یې د ځنډ سره مخ شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راحیلې په نوم دا افغان میرمن د دوو کلنو راهیسې د کراچې په ښځینه زندان کې د قانوني اسنادو د نلرلواو او نشه یي توکو (چرسو) د انتقال په تور د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي ده او خاوند یې هم د لاندي په زندان کې بندي دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د سرقونسلګرۍ مسوولینو ددغې ښځې او د هغه د خاوند د ایستلو [اخراج] غوښتنه کړې، خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین د عدلي او قضايي ادارو د حکم باوجود په دې برخه کې د ځنډ څخه کار اخلي او د یوې ورځې کار بلې ورځې ته خڼډوي او تراوسه یې هم خاوند ته یې ددغې افغان میرمنې د سپارلو حکم نه دی صادر کړی".

دغې قونسلګرۍ تمه ښودلې چې ژر به دا میرمن او خاوند یې له زندان څخه خوشې اوافغانستان ته به انتقال شي.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ددې وړاندې هم په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په پرله پسې ډول د پاکستان د سیند د ایالت له زندانونو څخه د سلګونو افغان کډوالو د خوشې کیدو خبرونه ورکړي او ویلي دي چې اکثره دا افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرلو له امله نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي وو.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د شړلو پریکړه وکړه. د بشري حقونو ځینو نړیوالو سازمانونو ویلي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ ورځې څخه د افغانانو د شړلو د پیل شوي بهیر د پیل سره هممهاله پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نهیولو لړۍ هم چټکه کړې ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان د یو راپور له مخې پاکستاني پولیسو د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې ًپه اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې په سلګونو افغانان نیولي او د نیولو وروسته یې افغانستان ته په جبري ډول ساتنه کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو له ۸۰۰ څخه زیات افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې شړلي دي.

په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې د افغان کډوالو د نیولو بهیر لا هم په دغه ښار او ددغه ښار په ګاونډ کې د راولپنډۍ په ښار کې دوام لري.

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو دا نوې لړۍ وروسته له هغه پیل کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل څخه وروسته به یوازې هغو افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې د اوسیدلو اجازه ورکړل شي چې ددغه ښار د پولیسو څخه د اوسیدانې اجازه لیک ولري.

هغه ویلي وو: "د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي."

د پاکستان د حکومت دا پریکړه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

په دې شمیر کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG