طالب مقامات وايي له ایران یې غوښتي چې په دې هېواد کې د ټولو افغان زندانیانو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو د نومونو لیست ورسره شریک کړي چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۹ (مرغومي ۳۰) په یو بیان کې ویلي دا غوښتنه د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوي په تهران کې د ایران د قضائيه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریبابادي سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
په بیان کې راغلي چې په دې ليدنه كې دواړو خواو په قضائي او عدلي برخو کې د همكاريو سرببره په ايران كي د اعدام په سزا د محكومو افغان زندانيانو لپاره د اعدام پر بديلو لارو او هلته د مېشتو افغان کډوالو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال له ایراني مسولینو څخه غوښتي چې په ایران کې د افغان زندانیانو په ځانګړې توګه د اعدام پر سزا د محکوم شویو افغانانو لیست له افغانستان سره شریک کړي.
حقاني همداشان له ایراني لوري څخه غوښتي چې د اعدام پر سزا د محکومو افغان زندانیانو لپاره د اعدام د سزا پرځای پر نورو بدیلو لارو باندې غور وکړي.
هغه ویلي: "اعدام تعزیري سزا ده او د اسلام مبارک دین په تعزیراتو کې قاضي ته یو شمېر صلاحتیونه ورکړي دي، بنآ له ایراني مسولینو څخه مو غوښتنه دا ده چې پر اعدام له محکومو افغان زندانیانو سره د اسلامي اخوت له مخې نرمي وکړي او د حسن تعامل له مخې د اعدام پر ځای ورته بدیلې لارې ولټوي."
ایران لوري تر اوسه د دې لیدنې په اړه جزئيات نه دي ورکړي خو د طالبانو د سترې محکمې په بیان کې راغلي چې د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مسول کاظم غریبابادي په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به ۱۵۰۰ افغان زندانیان افغانستان ته انتقال کړي.
هغه دغه راز ډاډ ورکړی چې هڅه کوي په ټولو برخو کې له افغانانو سره ښه چلند وکړي او ورسره له نرمۍ کار واخلي. ایران په نړۍ کې تر چین وروسته دویم هیواد دی چې هر کال پکې ډیر کسان اعدامیږي.
د هه نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان د روانې جنورۍ میاشتې په دویمې نیټې خبر ورکړ چې په ایران کې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۹۰۱ کسان اعدام شوي چې ۷۳ یې افغانان دي.
د بشري حقونو دغه سازمان همداشان ویلي، چې یوازې د ډسمبر په میاشت کې لږ تر لږه نهه افغانان چې اکثر یې د نشهيي توکو د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي و، د ایران په زندانونو کې اعدام شول.
د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د شمیر په اړه کره معلومات نشته دی. خو د رپوټونو له مخې په زرګونو افغانان ددغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.
ایران د افغانستان پخواني رژیم سره د بندیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې په وروستیو کلنو کې په سلګونو افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي و.
کابل کې د ایران پخواني سفیر بهادر امینیان د ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس په میاشت د پخواني رژیم د عدلیې وزیر سره په کتنه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو شمیر تر ۲۰ زرو پورې ښودلی و.
فورم \ دبحث خونه