د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له بنګله دېش سره د لوبو لړۍ په بري پیل کړه -کرکټ


د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ‌ دویمه لوب په سه شنبې ده
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ‌ دویمه لوب په سه شنبې ده

افغانستان په هند کې له بنګله دېش سره د ۲۰ اورونو د دریو نړیوالو لوبو لومړنۍ لوبه په ۴۵ منډو وګټله.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ‌ دا لوبه د هند د دیهرادون په ښار کې وشوه. بنګله دېش پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړې او بنګله دېش یوازې ۱۲۲ منډې وکړې او په ۱۹م اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځول شول.

محمد شهزاد او عثمان غني د افغانستان لپاره د منډو ښه پیل وکړ. محمد شهزاد ۴۰ او عثمان غني ۲۶ منډې وکړې. خو محمد نبي‌ او نجیب ځدراڼ ژر ژر وسوځېدل. محمد نبي په صفر او نجیب ځدراڼ په دوو منډو وسوځېده.

اصغر ۲۵، سمیع ۳۶ او شفیق ۲۴ منډې وکړې. سمیع الله شینواري او شفیق الله شفق ډېرې چټکې منډې وکړې او د افغانستان هدف یې تر ۱۵۰ ورپورته کړ. شینواري‌ په ۱۸ توپونو ۳۶ او شفق په اتو توپونو ۲۴ منډې وکړې.

راشد خان شپږ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو ځکه چې په درې اورونو کې یې یوازې ۱۳ منډې ورکړې، یو په زړه پورې کیچ یې هم ونیوه او یوه په وروستي بال یې یوه ښکلې شپږیزه هم ووهله.

په توپ‌ اچوونکو کې بیا راشد خان او شاپور ځدراڼ درې-درې، محمد نبي دوه او مجیب الرحمن یو یو لوبغاړي‌ وسوځول. خو د ویکټو د اخیستلو پیل مجیب وکړ. ده د لومړي او په لومړي بال باندې د بنګله دېش پیاوړی لوبغاړی تمیم اقبال وسوځوه.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ‌ دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ (مۍ۵) په همدغه میدان کې ده. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې افغانستان اتم او بنګله دېش لسم دی.

XS
SM
MD
LG