د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي افریقا الف د افغانستان الف ته ماتې ورکړه- کرکټ


افغانستان الف لوبډلې خپله اوله لوبه د هند پر الف لوبډلې بایللې وه
افغانستان الف لوبډلې خپله اوله لوبه د هند پر الف لوبډلې بایللې وه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د هند او جنوبي افریقا سره په سیالیو کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله.

جنوبي افریقا افغانستان ته په ۵۰ اورونو کې د ۳۳۴ منډو هدف وټاکه، خو د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۷۲ منډو وسوځېدله او افریقا ته يې په ۱۶۴ منډو وبایلله.

دا لوبه په جنوبي افریقا کې وه. افغانستان پچه وګټله خو مخالفې لوبډلې ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه. په ۵۰ اورونو کې د جنوبي افریقا پنځه لوبغاړي وسوځېدل او یو لوبغاړي هېنډرېکس یې ۱۷۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې رحمت شاه وکړې. ناصر جمال ۳۳، نجیب ځدراڼ ۲۶، افسر ځاځي ۲۴، شفیق الله شفق ۱۶، عثمان غني ۱۰، جاوید احمدي، فرید او شرف الدین یوه یوه منډه وکړه او کریم جنت او یمن احمدزی په صفر وسوځېدل.

په توپ اچوونکو کې هم رحمت شاه دوه کسان وسوځول. یمین احمدزي، جاوید احمدي او فرید ملک یو-یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان الف لوبډلې خپله اوله لوبه د هند پر الف لوبډلې بایللې وه. د جنوبي افریقا کرکټ بورډ په یوټیوب کې د افغانستان او جنوبي افریفا د الف لوبډلو لوبه ژوندۍ ښودله.

د افغانستان درېیمه لوبه له هند سره ده. د جنوبي افریقا، هند او افغانستان ترمنځ دا دوستانه سیالۍ څو ورځې مخکې پيل شوې چې افریقا دوې او هند یوه ګټلې ده، او افغانستان دواړه بایللې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG