د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ بورډ لسګونو کارکوونکو بایکاټ وکړ


د افغانستان د کرکټ بورډ لسګونو مامورانو له بورډ سره پرېکون کړی، د بورډ مشر، اجرایي رئیس او ځینې نور چارواکي يې په غیر مسلکي توب او له کارکوونکو سره په بد چلند تورن کړل.

خو د بورډ مشر دا تورونه رد کړل او دا یې د یو شمېر چارواکو دسیسه وګڼله چې په خبره یې د کرکټ چټک پرمختګ نشي زغملی.

د اعتراض کوونکو یو استازي، عزیز غروال چې د بورډ ویاند هم دی امریکا غږ ته وویل چې د بورډ مشرتابه ډېر کارونه په خپل سر کوي په "کار پوه کسان" یې له دندو شړلي او پر ځای یې خپل دوستان او "غیر مسلکي" کسان راوستی دي.

ښاغلي غروال دا تور هم ولګوه چې د بورډ مشر عاطف مشعل په "یو وار ۱۲ مسلکي کسان یې له دندو وشړل کرکټ بورډ ادارې ته لویه ضربه ده. غیر مسلکي کسان یې په دندو وګمارول، بې ځای تبدیلانې یې وکړې، داسې کسان چې په یوې برخې کې د کار وړتیا نلري، بلې ادارې ته ولیږل، چې نویو کسانو او د خپلو دوستانو ګمارلو ته یې زمینه برابره شي".

دا اول ځل دی چې په یو وارې د کرکټ بورډ دومره کسان له بورډ سره پرېکون کوي. ښاغلي غروال وویل "موږ خپل ټول شکایت او انتقادونه د کرکټ بورډ غړو ته په ایمیل کې استولي وو، خو هغوې ځواب نه دی راکړی".

هغه وویل د دوی د پرېکون لوی هدف دا دی چې د بورډ مشرتابه ته" باید مسلکي کس راوستل شي، ښه مدیر وي، په کرکټ ښه پوه وي له کارکوونکو سره په ښه چلند پوه شي، نه دا چې داسې یو کس چې ټول وخت یې د ځان لپاره په فیسبوکي کمپاین تېر کړي".

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:53 0:00

د اعتراض کوونکو د ادعاو په اړه مې د بورډ مشر عاطف مشعل وغږوه، هغه د دغو ادعاو یو په یو ځواب ووایه او ټولې یې رد کړې. ښاغلي مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل چې اعتراض کوونکي باید تر اعتراض مخکې له هغه او یا اجرايي رئیس سره خپل مشکلات شریک کړي واي.

هغه وویل " دا یوه لویه دسیسه ده، یو شمېر خلک د کرکټ دومره چټک پرمختګ نشي زغملی".

ده د کوم چارواکي نوم وانخیست خو تور یې ولګوه چې د یو لوړ پوړي چارواکي له لوري ده ته ګواښ هم شوی دی. ښاغلي مشعل وویل چې ده یوازې هغه کسان له دندو لېرې کړي چې د فساد دوسیې لري او مسلکي نه دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:15:11 0:00

XS
SM
MD
LG