د لاس رسي وړ اتصالات

میرویس اشرف: ټول هدف مې دا دی چې بېرته ملي لوبډلې ته راشم


میرویس اشرف له شاوخوا یوه کال راهېسې په لوبډلې کې نشته
میرویس اشرف له شاوخوا یوه کال راهېسې په لوبډلې کې نشته

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی میرویس اشرف وايي ټوله هڅه یې دا ده چې بېرته په لوبډلې کې خپل ځای پیدا کړي.

مېرویس اشرف د "ګلبهار افغانستان شل اوریز لیګ" کې د بلخ په لوبډلې کې دی او د پنجشنبې په ورځ یې (اکتوبر۱۱) د ننګرهار خلاف لوبې کې څلور لوبغاړي وسوځول او دلوبې غوره لوبغاړی شو. په بلې لوبې کې کابل بیا کندهار ته ماتې وروکړه.

میرویس اشرف له لوبې وروسته امریکا غږ اشنا ته وویل چې روان لیګ د افغانستان او د افغانستان د کرکټ د آینده لپاره ډېر مهم دي. هغه وايي په لیګ کې د نړیوالو لوبغاړو سره یوځای لوبې کول افغان ځوانانو ته نوې او ښه تجربه ده.

هغه چې له څه باندې یو کال راهېسې په ملي لوبډلې کې نشته، وايي ټول تمرکز یې په دې دی چې بېرته په ملي لوبډلې کې خپل ځای پیدا کړي.

له ښاغلي اشرف سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

XS
SM
MD
LG