د لاس رسي وړ اتصالات

فرهان یوسفزی: په کرکټ بورډ کې د ټیکدارۍ وخت ختم شوی


فرهان یوسفزی څو میاشتې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو
فرهان یوسفزی څو میاشتې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی وايي چې په بورډ کې یې د لوبغاړو د ډسپلین او نورو چارو لپاره تګلارې او پالیسۍ جوړې کړي چې ژر به اعلان شي.

ښاغلي یوسفزي چې د افغانستان ملي تلویزون سره د یکشنبې په ورځ (نومبر۳) خبرې کولې وویل چې دا پالیسي به "دوه ورځو" اعلانیږي.

هغه وویل د لوبغاړو د دسپلین یوه برخه به دا وي چې لوبغاړي باید له سیاستوالو ځانونه لېرې وساتي.

ښاغلي یوسفزي وویل: "لوبغاړي باید له سیاسیونو څخه ځان لېرې وساتي، که د کرکټ بورډ د دفتر له اجازې پرته رسمي میټېنګونه (غونډې) کوي په دوی به د دسپلین قانون پیاده (پلی) کیږي."

هغه ونه ویل چې د بورډ له اجازې پرته کوم لوبغاړي له کوم سیاستوال سره کتلي، خو تېره اونۍ د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان راشد خان او مرستیال یې اصغر افغان د افغانستان د ملي امنیت د شورا له مشاور حمدالله محب سره لیدلي وو.

فرهان یوسفزي همدغه راز په خپلو خبرو کې د ځینو هغو کسانو نومونه هم یاد کړل چې د ده په خبره یې په کرکټ (خیانت) کړی دی.

ده دا کسان، چې د بورډ پخواني چارواکي دي، (ټېکداران) وبلل او وویل " ټېکداران ډېر دي، بدبختانه داسې ټېکداران هم ډېر دي چې کرکټ بورډ کې یې خیانت کړی دی. د ټيکدارۍ وخت خلاص دی."

هغه په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ د یو مخکني چارواکي نوم هم واخیست، خو نه وايي چې دا "خیانت" چا او څنګه کړی دی.

نوموړي د افغان لوبغاړي شهزاد په اړه هم وغږېده او وویل چې هغه د بورډ د اصولو خلاف په پاکستان کې لوبه کړې ده او سزا ورکړل شوې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی وایي چې د ده ټوله هڅه دا ده چې حق حقدار ته ورکړل شي. فرهان یوسفزی څو میاشتې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG