د لاس رسي وړ اتصالات

لینس کلوزنر د افغان کرکټ لوبډلې مشر روزونکي وټاکل شو


د افغان کرکټ لوبډلې نوی روزونکی لینس
د افغان کرکټ لوبډلې نوی روزونکی لینس

د سویلې افریقا پخوانی الراونډر لینس کلوزنر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۲۷ د میزان ۵ ) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغه بست لپاره شاوخوا ۵۰ تنو خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي و، او لینس کلوزنر د لوبډلې د مشر روزونکې په توګه انتخاب شو.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې لینس کلوزنر د روزنې په برخه کې (Level 4 certified) روزونکی دی چې د هند په غوره لیګ (IPL)کې یې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي دنده هم کړې او دغه راز د سویلي افریقا د کرکټ ملي اکاډمۍ د روزونکی هم و.

هغه سربېره پر دې د سویلي افریقا د ټېسټ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي، د دغه هېواد د کورني کرکټ د ډالفېن فرنچایزي د مشر روزونکي، د زمبابوې د توپوهنې روزونکي او دغه راز په دې وروستیو کې د سویلي افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې کړې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر لطف الله ستانکزي ویلي، چې ښاغلی کلوزنر به د لوبغاړو د روزنې ترڅنګ د افغان روزونکو په روزنه کې هم غوره رول ولوبوي.

هغه ویلي:"لینس کلوزنر د کرکټ په نړۍ کې یوه پېزندل شوې څېره ده، د خوښۍ ځای دی چې افغان لوبغاړي به د نوموړي له تجربو ګټه واخلي، که هغه د لوبغاړي په توګه وي یا هم د مشر روزونکي په توګه."

لانس کلوزنر پر داسې مهال د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل کېږي چې افغان ملي لوبډله راتلونکی کال د اسیا جام او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې کډون کوي.

د افغان ملي لوبډلې نوي روزونکي هم ویل:"هیله لرم څو افغان لوبډله د پیاوړتیا او پرمختګ پر لوري بوځم او په یوه غوره کټګورۍ کې به ځای خپل کړو."

تر دې مخکې بورډ د فیلېپ سیمن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده تر سره کول.

XS
SM
MD
LG