د لاس رسي وړ اتصالات

شاپور ځدراڼ ته ولې د اماراتو ویزه نده ورکړل شوې؟


افغانستان د سه شنبې په ورځ ( ډسمبر۵) له ایرلنډ سره د دریو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ پیلوي.

شاپور ځدراڼ هم په لوبډلې کې شامل دی، خو لا یې د اماراتو ویزه نه ده اخیستې. همدا تېره اونۍ افغانستان له اماراتو سره څلور ورځنۍ لوبه لرله خو تر لوبې ایله دوه-درې ورځې مخکې لوبغاړو ته ویزې ورکړل شوې.

شاپور ځدراڼ تر دې مخکې متحدو عربو اماراتو ته د یوې خیریه لوبې لپاره بلل شوی و خو د ویزې د نه لرلو له کبله یې په دغې لوبې کې برخه ونشوه اخیستلې. شاپور ځدراڼ ته یوې نژدې سرچینې امریکا غږ اشنا ته په خبرو کرکټ بورډ تورن کړ چې د شاپور د ویزو مشکل ته دایمي حل نه لټوي.

په متحدو عربو اماراتو کې یو افغان ډیپلومات چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ویزو پر ستونزو خبر دی وايي چې لویه ستونزه دا ده چې کرکټ بورډ د خصوصي شرکت په واسطه لوبغاړو ته ویزې اخلي چې ډېر کله ردیږي.

دغه دیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ولیکل شوي امریکا غږ اشنا ته وویل "د کرکټ بورډ مشکل دا دی چې د خصوصي شرکت له لارې د لوبغاړو ویزو ته درخواستونه سپاري، امارات ډېر کله د ځینو خصوصي شرکتونو درخواستونه ردوي. بل مشکل دا دی چې کرکټ بورډ په متحدو عربو اماراتو کې د افغانستان سفارت هېڅ نه خبروي، خو کله چې ټولې لارې پرې بندې شي، بیا پر موږ غږ را وکړي".

دغه ډیپلومات وویل همدا څو ورځې مخکې افغانستان له اماراتو سره لوبه درلودله خو خصوصي شرکت یوه لوبغاړي ته هم ویزه نه وه اخستې او"کرکټ بورډ بیا موږ ته مراجعه وکړه او موږ په یوه ورځ لوبغاړو ته ویزې واخیستې".

دغه خبره د ملي لوبډلې یو لوبغاړي هم امریکا غږ اشنا ته تاید کړه. د افغانستان د سفارت ډیپلومات وویل " افغانستان له اماراتو سره سیالي لرله خو د افغان کرکټ بورډ د اماراتو له کرکټ بورډ نه د ویزو د اخیستلو په برخه کې د مرستې رسمي غوښتنه نه وه کړې".

کرکټ بورډ څه وايي؟

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوې د ټولو هغو لوبغاړو چې په لوبډلې کې وو، نومونه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې په اماراتو کې د افغانستان سفارت ته استولي‌ وو. نوموړي وویل چې اماراتو دوه وارې د شاپور ځدراڼ د ویزې غوښتنه رد کړه، خو دلیل یې معلوم نه دی.

ښاغلی مشعل وویل چې دوې هڅه کوي چې د افغان حکومت او په اماراتو کې د افغانستان د سفارت په مرسته د شاپور ځدراڼ په ګډون ټولو افغان لوبغاړو ته د متحدو اماراتو اقامې واخلي. ښاغلي مشعل هیله وښوده چې شاپور ځدراڼ به هم ژر ویزه واخلي چې د لوبې لپاره اماراتو ته ولاړ شي.

نوموړي وویل د افغانستان کرکټ بورډ د ویزو په اخیستلو کې هېڅ رول نلري،‌ خو له خپلو ټولو امکاناتو څخه یې استفاده کړې ده چې دا ستونزه حل شي.

په ۲۰۱۵ کال کې د ملي لوبډلې کپتان نورزو منګل او شاپور ځدراڼ له ورته ستونزې سره مخامخ شوي وو. په اسټرالیا کې د نړیوال جام تر سیالیو مخکې د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي رئیس شفیق الله ستانکزي امریکا غږ ته ویلي وو" د متحدو عربو اماراتو د کډوالو د چارو ریس، د لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي ته ویلي چې ملي امنیت نوروز منګل او شاپور ځدراڼ ته د ویزو د نه ورکولو پرېکړه کړېده، خو علت یې معلوم نه دی، دوه کاله کیږي موږ له دې ستونزې سره مخامخ یو".

افغانستان سږکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو، په دې مانا چې امکانات، بودیجه او لوبې به یې زیاتیږي او ورسره په نړیواله کچه یې حیثیت نور هم لوړیږي، خو داسې ښکاري چې کرکټ بورډ لوبغاړو ته د ویزو د اخیستلو له پلوه یا له ستونزو سره مخامخ دی او یا هم د دغې ستونزې پر دایمي حل کار نکوي.

یادونه: په اماراتو کې د سفارت دیبلومات وايي د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر۴) د اماراتو په وخت سهار یې د شاپور پاسپورټ او اسناد بیا د ویزې لپاره سپارلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG