د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د بنګلدېش د کرکټ تجارتي سیالیو ته تللي


راشد خان په خپل ټویټر کې له محمد نبي او انګلینډ له لوبغاړي بټلر سره دا تصویر خپور کړی دی
راشد خان په خپل ټویټر کې له محمد نبي او انګلینډ له لوبغاړي بټلر سره دا تصویر خپور کړی دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي بنګلدېش ته رسېدلي چې د دغه هېواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې لوبه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې پنځه افغان لوبغاړي په داسې یو بهرني تجارتي لیګ ( بي پي ال) کې برخه اخلي. دا لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ او ظاهر دي.

ظاهر او نجیب ځدراڼ په لومړي ځل په داسې بهرنیو سیالیو کې برخه اخلي. محمد نبي، راشد خان او سمیع الله شینواری مخکې هم د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې لوبېدلي دي.

محمد نبي او راشد خان د کومیلا واریرز، سمیع الله شینواری او ظاهر د رنګپور رایډرز او نجیب ځدراڼ د چیتګان ویکینګز په لوبډلو کې دې. نجیب ځدران هم له کابله حرکت کړی دی او کرکټ بورډ وايي چې ژر به بنګلدېش ته ورسیږي.

د بنګلدېش کورنۍ سیالۍ د شنبې په ورځ نومبر په څلورمه پيلیږي.

نجیب او ځدراڼ په لومړي ځل د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې لوبه کوي
نجیب او ځدراڼ په لومړي ځل د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې لوبه کوي

په لومړۍ ورځ د رنګپور رایډرز لوبډله له راجشاهي کنګز سره لوبه لري، چې شاید سمیع الله شینواری او ظاهر خان په کې ولوبیږي.

د افغانستان کرکټ په دې وروستیو کې ډېر وځلېده او ځینې لوبغاړي یې په نړیوالو تجارتي سیالیو کې هم ولوبېدل. محمد نبي او راشد خان په آی پي ال او سي پي ال کې هم ولوبېدل او ټاکل شوې چې راشد خان د جنورۍ په میاشت کې د استرالیا په تجارتي سیالیو کې هم ولوبیږي.

دغه لوبغاړي وايي په نړیوالو لیګونو کې لوبېدل د دوې تجربه لا زیاتوي او د دوې هڅه دا ده چې له دغو سیالیو تجربې ترلاسه او افغانستان ته یې انتقال کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG