د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدراعظم د 'محمدنبي او راشد خان لوبه' وستایله


محمد نبي او راشد خان په آی پي ال کې د سنرایزر حیدراباد په لوبډلې کې ولوبېدل
محمد نبي او راشد خان په آی پي ال کې د سنرایزر حیدراباد په لوبډلې کې ولوبېدل

د هند صدراعظم نریندرا مودي ولسمشر غني سره په ملاقات کې د افغانستان په کرکټ هم خبرې وکړې.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د کرکټ ستاینه وکړه او په خپله یې د "راشد خان او محمد نبي نومونه واخیستل، په آی پي ال کې یي د هغو ګډون او لوبه وستایله".

ښاغلی ابدالي وايي د هند صدراعظم ژمنه وکړه چې هېواد به یې له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې خپلې مرستې روانې وساتي. هغه وايي ښاغلي مودي له ولسمشر غني سره په خصوصي مجلس کې هیله وښوده چې په اینده کې هم افغان لوبغاړي د آی پي ال په سیالیو کې وویني. ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ په یو ورځني سفر هند ته تللی و.

ښاغلي ابدالي دا خبره په خپل ټویټر کې هم لیکلې ده.

محمد نبي او راشد خان د افغانستان د کرکټ لومړني لوبغاړي وو چې په آی پي ال کې ولوبېدل او ځلېدل. راشد خان امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د آی پي ال سیالیو تنظیمونکو ورته ډاډ ورکړی چې د آی پي ال په را روانو سیالیو کې به د لوبېدو چانس ورکړل شي.

د هند کرکټ بورډ افغانستان ته یو لوبغالی ورکړی چې له نورو هېوادونو سره په کې سیالي وکړي، د نا امنیو له کبله افغانستان ته نورې لوبډلې نه ورځي.

پر دې سربېره د ښاغلي ابدالي په خبره د هند د کورنیو چارو وزارت پلان لري چې د محمد نبي او راشد خان په ژوند باندې یو مستند فلم هم جوړ کړي.

افغانستان په همدې کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړی شو او وروستیو بریاو یې د کرکټ ډېر مینوال او مبصرین حیران کړي دي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو لسګونه لوبغاړي همدا اوس په هند کې په تمرینونو بوخت دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG