د لاس رسي وړ اتصالات

آی پي ال کې د مجیب الرحمن ښه پیل 


مجیب د دغه آی پي ال یو ځوان لوبغاړی بلل کیږي
مجیب د دغه آی پي ال یو ځوان لوبغاړی بلل کیږي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب الرحمن په هند کې د آی پي ال په اولې لوبې کې دوه کسان وسوځول.

مجیب د کنګز ایلیون پنجاب په لوبډله کې دی چې د هند د سینما وتلې ستورې پرنټي زینټا یې مالکه ده. دوی د اپریل پر ۸ له ډیلي ډرډیولز سره لوبه لرله.

مجیب په خپلې لومړنۍ لوبې کې په لومړني اور کې نیوزلنډي لوبغاړي مونرو وسوځوه. مجیب په څلورو اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

دویم لوبغاړی چې مجیب وسوځوه رجندرا پانټ‌ و. مجیب همدغه راز د مخالفې لوبډلې کپټان ګاتم ګمبیر هم په منډو کې وسوځوه. د پنجاب لوبډلې په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې مجیب تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې په آی پي ال کې برخه اخلي.

دا لوبه د هند په موهالي کې ده چې زرګونه نندارچیان ورته نانست دي. په داسې ی میدان او دومره نندارچیانو په مخ کې لوبه کول د یو ځوان لوبغاړي لپاره اسان نه وي، خو مجیب ښه لوبه وکړه او د آی پي ال د سفر پيل ښه و.

د آی پي سیالۍ پرون پیل شوې، درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او ظاهر خان هم په دغو سیالیو کې لوبیږي چې شاوخوا یوه میاشت به روانې وي.

XS
SM
MD
LG