د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د بشپړ غړیتوب ساتل د افغانستان لپاره یوه ازموینه ده - لیزا


لیزا وايي محمد نبي او راشد خان د افغانستان او کرکټ سفیران دي
لیزا وايي محمد نبي او راشد خان د افغانستان او کرکټ سفیران دي

د کرکټ د نړیوالو چارو مشهوره مبصره لیزا ستالېکر وايي چې افغانستان په کرکټ کې ښه او ځوان استعدادونه لري چې باید وپالل شي او نړیوال ستیج ته راوویستل شي.

د استرالیا د ښځو د لوبډلې دغه مخکنۍ لوبغاړې او اوسنۍ مبصره وايي افغانستان چې له کوم ځای نه کوم ځای ته رارسېدلی دا پخپله یو په زړه پورې"داستان" دی.

لیزا د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل "د غمیزو د موجودیت او اسانتیاو د نشتوالي سره سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او ځینو مشخصو لوبغاړو چې څنګه لوبه کړې ده او خپله لوبډله یې کوم ځای ته رسولې ډېر جالب دي. ډېر مبصرین، ډېر کرکټ پوهان او ډېر مینوال هیله لري چې افغانستان همدغسې مخ په بره روان وویني."

دا چې افغانستان به د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب وساتلی شي کنه؟ لیزا وویل "د بشپړ غړیتوب ساتل د افغانستان لپاره یوه ازموینه ده. دوی باید ځوان استعدادونه پیدا کړي، هغوی وپالي، چانس ورکړي. له نورو لوبډلو سره باید ډېرې لوبې وکړې او بلاخره دا ثابته کړي چې دوی بشپړ غړیتوب ساتلی شي."

لیزا وايي افغانستان ډېر ځوان استعدادونه لري چې باید چانس ورکړل شي
لیزا وايي افغانستان ډېر ځوان استعدادونه لري چې باید چانس ورکړل شي

هغه وايي د کرکټ نړیواله شورا په نړۍ کې د کرکټ ودې ته ژمنه ده او کار کوي، خو په خبره یې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې په خپله افغان لوبغاړو مهم رول لوبولی دی.

له لیزا مې وپوښتل چې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې د قوت او کمزورتیا په اړه هم وغږيږي. لیزا وايي "د افغانستان د قوت نښه همدا ده چې له کوم ځای نه یې چېرته ځان را ورسوه. کمزورتیا یې دا ده چې لا هم ځوانه لوبډله ده، ډېرې تجربې نلري، باید د ټست ډېرې لوبې وکړې چې لا پاخه شي. د افغانستان لوبډله باید په افرادو تکیه ونکړي، باید ټول لوبغاړي ښه وځلیږي، کرکټ د افرادو لوبه نه، بلکې د ګروپ او ډلې لوبه ده."

راشد او نبي د افغانستان سفیران

لیزا ستالېکر د راشد خان او محمد نبي پر لوبو او استعداد هم خبرې وکړې. هغې وویل په آی پي ال، سي پي ال او بګ بش کې د راشد او نبي لوبېدل په خپله د افغانستان د کرکټ د قوت یوه نښه ده. هغه وايي دا دواړه د "کرکټ او د افغانستان سفیران" دي.

لیزا وايي محمد نبي او راشد خان د کرکټ او د افغانستان سفیران دي
لیزا وايي محمد نبي او راشد خان د کرکټ او د افغانستان سفیران دي

لیزا وویل" په نړیوالو لوبو کې د دوی لوبېدل دا قوي پیغام ورکوي سره له دې چې افغانستان تازه د ټسټ امتیاز اخیستی، خو ځینې داسې لوبغاړي لري چې په نړیواله کچه لوبېږي، ځلیږي او لاس ته راوړني لري. دا نړۍ ته ښیي چې افغانستان استعدادونه لري، تجربې لري، ظرفیت لري چې باید د پرمختګ چانسونه ورکړل شي."

لیزا ستالکېر دا خبره هم وکړه چې نړیوال جام ته د ورتلو لار ډېره ستونزمنه ده، خو هغه په خپله دا هیله کوي چې افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وویني.

هغه دا هیله هم لري چې یوه ورځ افغانستان ته ولاړه شي او د کابل په کوڅو کې ماشومان د کرکټ په لوبو بوخت وویني "تراوسه چا راته افغانستان ته د تګ بلنه نه ده راکړې، خو افغانستان زما په لست کې شامل دی. غواړم ولاړه شم د ښځو او هلکانو کرکټ ووینم."

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG