د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د هند پخوانی لوبغاړی د کرکټ روزونګی وګماره


لال چند د هند د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی دی
لال چند د هند د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې د روزنکي دندې ته یې د نړۍ او سیمې یو شمېر مشهورو لوبغاړو او رزونکو عریضې سپارلې وې، خو دوی په کې د هند د ۱۹ کلنو لوبډلې مخکنی روزونکی، لال چند راجپوت وټاکه.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي " ښاغلی راجپوت د هند د آی پي ایل په سیالیو کې د ممبي انډینز روزونکی هم پاتې شوی او په کرکټ کې ۵۴ کاله تجربه لري."

دغه هندي لوبغاړی، د ۱۹۸۵ او ۱۹۸۷ کلونو ترمنځ د هند د کرکټ په ملي لوبډلې کې وو، خو یوازې یې دوه د ټست او څلور يې یوه ورځنۍ سیالۍ کړي دي.

هغه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د ۲۰ اورونو تر نړیوال جام مخکې او د دغه جام د سیالیو پر مهال د هند د ملي لوبډلې مدیر هم وو.

د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش وویل " ښاغلی راجپوټ مسلکي او تخنیکي کرکټر دی او د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د هغه موجودیت به د افغانستان لپاره ډېر ګټوروي."

لال چند راجپوت د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وپېژندل شو او ټاکل شوې چې د سکاټلنډ، ایرلنډ او هالنډ سره په سیالیو کې د افغانستان له لوبډلې سره خپله رسمي دنده پیل کړي. افغانستان له دغو هېوادونو سره د جولاۍ په څلورمه لوبې پیلوي.

تر لال چند راجپوت مخکې د پاکستان د لوبډلې مخکنی لوبغاړی انضام الحق د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی و، چې بیا د خپل هېواد لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي د برخې مشر شو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG