د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د غوراوي‌سیالیو اتلولي‌ وګټله؛ ویسټ انډیز یې مات کړ


افغانستان ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام دغوراوي سیالیو اتلولي وګټله
افغانستان ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام دغوراوي سیالیو اتلولي وګټله

افغانستان د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په پایلوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د شنبې د ورځې په پایلوبه کې ویسټ‌ انډیز د پچې له ګټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله،‌ خو افغان بالرانو ډېرو منډو ته پرېنښودل.

د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۴۷ اورونو کې وسوځېدله او افغانستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ، خو افغانستان په ۴۱ اور کې پوره او اتلولي یې وګټله.

مجیب الرحمن څلور، ګلبدین دوه، راشد خان، دولت ځدراڼ او شرف الدین یو- یو لوبغاړي وسوځول.

محمد شهزاد محمدي ۸۴ منډې وکړې او د افغانستان د بري لپاره یې یو ښه بنسټ کېښود. رحمت شاه ۵۱ منډې او ګلبدین نایب ۱۴ منډې وکړې او وسوځېدل.

محمد نبي عیسی خیل ۲۷ او سمیع الله شینواري ۲۰ منډې وکړې خو تر پایه ونه سوځېدل. نبي د ګیل په اور کې درې پرلپسې شپږیزې ووهلې او افغانستان لوبه وګټله. د دغې لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد محمدي شو.

دا په روانو سیالیو کې دویم ځل دی چې افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکوي، په تمریني‌ لوبې کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان د غوراوي سیالیو په ګروپي لوبو کې پر سکاتلنډ، زمبابوې او هانګ لوبې وبایللې خو، بیا یې پنځه نورې لوبې وکړې او یوه یې هم ونه بایلله.

یو مهال داسې ویل کېدل چې شاید افغانستان نړیوال جام ته ونه وځي او چانس یې هم تقریبآ صفر ښودل کېده، خو بخت یې یار شو او یوازې دا نه چې نړیوال جام ته ووتل بلکې د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي یې هم وګټله.

د غوراوي سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ‌ وشوې چې یوازې دوې لوبډلې افغانستان او ویسټ انډیز نړیوال جام ته ووتل. نړیوال جام په ۲۰۱۹ کال کې په انګلنډ او ویلز کې کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG