افغانستان د کرکټ د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه لوبه هم وګټله او د لسو غوره لوبډلو سیالیو ته یې لاره وموندله.
دا پنځم ځل دی چې افغانستان په دا ډول لوبو کې زمبابوې ته ماتې ورکوي. افغانستان په دغو سیالیو کې هانګ کانګ او سکاټلېنډ ته هم ماتې ورکړې.
د افغانستان سختې سیالۍ
اوس به افغانستان د همدغې میاشتې په ۱۷ له سرېلنکا، په ۲۰ له جنوبي افریقا، په ۲۳ له انګلېنډ او د مارچ په ۲۷ تاریخ کې به له ویسټ انډیز سره لوبې کوي.
افغانستان یو- یو وارې له انګلېنډ او جنوبي افریقا سره د ۲۰ اورونو سیالۍ کړي چې بایللي دي. له ویسټ انډیز او سرېلنکا سره یې د ۲۰ اورونو کومه لوبه نه ده کړې.
وړاندوینې
د افغانستان دغو بریاوو او اوسنۍ لوبډلې ته په کتو، د کرکټ ځينې شننونکي په دې باور دي، چې ښايي افغانستان له یادو شویو څلورو پیاوړو لوبډلو سره یوازې دا نه چې ښې لوبې به وکړي، بلکې لوبې به هم ترې وګټي.
که افغانستان دوه لوبې وګټې، د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وځي.
د افغانستان د الف لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي د امریکا غږ اشنا ته وویل، چې افغانستان به تر ډېره پر انګلېنډ او ویسټ انډیز سترګې ښخې کړې وې چې ماتې ورکړې.
هغه په ډېر باور سره وویل، چې افغانستان په کرکټ کې دغه هېوادونه ماتولی شي" انګلېنډ په ۲۰ اورونو کې ښه لوبډله نه ده او د اسیا په میدانونو کې ښې لوبې هم نشي کولی. ویسټ انډیز هم هغه پخوانی ویسټ اندیز نه دی او لوبغاړي يې هم له سخت رواني فشار سره مخامخ دي. خو برعکس بیا،د افغانستان د لوبډلې اوسنی حالت او د لوبغاړو مورال ډېر ښه دی."
ښاغلي احمدزي وویل، چې افغانستان به له سريلنکا او جنوبي افریقا سره هم ښې لوبې وکړي، خو که یې وګټلې کومه حيرانوونکې خبره به نه وي.
د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد بیا وايي، چې له دغو لوبډلو سره د افغانستان لوبې هومره اسانه نه دي، مګر افغانستان به لږ تر لږه یوه لوبه ګټي.
هغه د امریکا غږ اشنا ته وویل " له انګلېنډ او سرېلنکا سره به لوبو کې زموږ لاس بر وي، له ویسټ انډیز سره به لوبه په مساوي ډول وشي، او که له جنوبي افریقا سره ښه لوبه وشي، نو ښه به وي. "
ښاغلي عابد وویل، چې د افغانستان ورو توپ اچوونکي هم ښه دي، منډه جوړوونکي هم په ښه فورم- حالت- کې او تر ټولو مهمه خبره دا، چې خپلې ټولې لوبې یې وګټلې او له قوي مورال سره به بل پړاو ته ځي.
دا څلورم ځل دی، چې افغانستان د ۲۰ اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي.