د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بانک: د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوټونه به ژر هیواد ته ورسیږي


په افغانستان کې د افغانیو بانکنوټونو کمېدو او کار لوېدو په اړه د اندېښنو زیاتېدو سره هم مهاله، د طالبانو د حکومت تر حاکمیت لاندې د افغانستان بانک د افغانیو د نوو بانکنوټونو چاپېدو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ ( تلې ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانیو د نوو بانکنوټونو د چاپ په برخه کې د پام وړ پرمختګ ته نژدې شوي او په خبره یې په نژدې وختونو کې به د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوټونه هیوا ته را ورسیږي.

د یاد بانک په اعلامیه کې ویل شوي: "دا بانکنوټونه د هیواد د معقولي پولي سیاستونو پر بنسټ، د اقتصادي ودې او په بازار کې پیسو ته له اړتیا سره خپریږي.زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک او په دې برخه کې د شته کړنلارې پر بنسټ راټولیږي او له دوران څخه به و ایستل شي."

د افغانستان بانک پر داسې مهال د افغانیو د نوو بانکنوټو د چاپېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت څه باندې یو کال په تېریدو سره په دغه هیواد کې د افغانیو بانکنوټونو د کمېدو او کاره لوېدو په اړه اندېښنې زیاتي شوي دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم ویلي چې د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوټونه به په نژدې وختونو کې افغانستان ته ورسیږي.

د راپورنو له مخې نوموړي په امریکا متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو یوې انلاین غونډې ته ویلي چې نوي بانکنوټونه به د افغانیو د زړو بانکنوټو ځای ونیسي.

د افغانستان بانک په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې د افغانیو څومره نوي بانکنوټونه به چاپ او کله به هیواد ته ورسیږي.دا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت ورورسته لومړی ځل دی چې د افغانیو نوي بانکنوټونه چاپیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د پخواني افغان حکومت د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۳۹۸ کال کې ویلي و چې د لس میلیارده افغانیو نوي بانکنوټونه به د یو پولنډي شرکت لخوا چاپ شي.

د دغې ادارې ویاند رامین ایاز هغه مهال امریکا غږ ته ویلي و چې د دغې پروژې مجموعي ارزښت ۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي چې د PWPW په نوم یو پولنډي شرکت لخوا به چاپ شي.

په بازار کې د راکړې ورکړې پر مهال تر ډېره د افغانیو له وړو بانکنوټونه لکه لسګون، شلګون، پنځوسي او سلګون څخه استفاده کېږي، چې له همدې امله ژر زړېږي او له منځه ځي.

XS
SM
MD
LG