د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن په افغانستان کې د داعش شتون څیړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده، مري هارف
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده، مري هارف

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مري هارف نن د خبریالان سره د په لیدنه کې وویل چې متحده ایالات په دې هکله څیړنه کوي چې آیا په افغانستان کې په ریښتیا هم د داعش د ډلې په ټړاو فعالیتونه یوازې ایدیالوژیکي بڼه لري که عملي.

میرمن هارف په افغانستان کې د داعش د شتون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " په افغانستان کې داعش شته او که نه، مونږ هم ځیني راپورونه لیدلي دي او زه فکر کوم چې زمونږ ټیمونه په دې اړه څیړنې کوي چې ایا په ریښتیا د سوریې او عراق کې د اسلامي دولت ډلې سره تړلې دي او که یوازي په ایدیالوژیکي بڼه هغه ډول فعالیتونه په افغانستان کې کیږي. تر دې دمه مونږ فکر کوو چې یوازې ایدیالوژیکي تړاو موجود دی خو عملیاتي به نه وي."

تر دې مخکې ناټو د چهارشنبې په ورځ وویل داسې اسناد نشته چې د ننگرهار په وروستي برید کې د داعش د ډلې لاس درلودل په اثبات ورسوي.

په افغانستان کې د ناټو ویاند کرېس بلچر، پرون آشنا تلویزیون ته په خبرو کې ووېل چې په دې اړه څه نشي وېلی چې گواکې د داعش ډله په افغانستان کې په نورو بریدونو کې هم لاس ولري.

د ناتو ویاند زیاته کړه چې د هغه سازمان ځواکونه افغان ځواکونو سره یوځای، له نږدې نه څار کوي چې په افغانستان کې د داعش د ډلې له خوا کوم برید تشخیص کړي.

افغان ځواکونه له کال ٢٠١٣ نه راپدیخوا چې د هیواد امنیتي دندې یې په غاړه اخیستي، ښودلې ده چې وړتیا او ظرفیت یې مخ پر زیاتیدو دی.

د عزم عملیات

میرمن هارف په افغانستان کې د طالبانو له خوا د عملیاتو د یوې نوې څپې اعلان، عادي کار گڼلی او وایي چې طالبان هرکال په پسرلي کې د داسې عملیاتو اعلان کوي.

میرمن هارف زیاته کړه چې متحده ایالاتونه به د افغان امنیتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي څو د طالبانو د بریدونو د شنډولو لپاره چمتووالی ولري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د عزم په نوم د طالبانو د پسرلني عملیاتو د پیل په تړاوو وویل چې افغان امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري، چې دداسې عملیاتو مخه ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل د طالبانو له خوا د پسرلني عملیاتو اعلان یوه تکراري موضوع ده او افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هیواد په هر گوټ کې وسلواله مخالفین وځپي.

په افغانستان کې طالبانو خبرداری ورکړی چې دخپل پسرلني عملیات بهیر به د جمعې په ورځ پیل کړي او یو ځل بیا د افغانستان نه د بهرني ځواکونو د وتلو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې د ایمیل له لارې یې امریکا غږ ته لیږلی، خپل دغه عملیات د عزم په نامه یاد کړی دی او ادعا کوي چې هدف به ېې بهرني اشغالگر وي چې په دې کې به د هغوي دایمې اډې، استخباراتي او دیپلوماتیک مرکزونه شامل وي.

همداراز طالبانو ویلي چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونه او د افغانستان استخباراتي ادارې به هم د هغوی د بریدونو هدف وي.

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړیدی چی ملکی تلفات د زمکنیو جگړو له امله د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې د ٢٠١۴ د لومړیو دریو مېاشتو په پرتله اته فیصده زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG