د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو شکایتونو د استېناف غوښتنې بهیر پیل شو


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ټولو ولایتونو کې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګۍ د بهیر تر پای ته رسېدو سره وايي، ټاکنیز ټکټونه درې ورځې وخت لري، چې استېناف غوښتنه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۴مه» خبریالانو ته وویل، چې تر دا مهاله ۷۶۹ استېنافي اعتراضونه په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې یاد اعتراضونه په پنجشېر، کاپیسا، لغمان، کونړ، بامیان، غزني، پکتیا، نورستان، بدخشان، سرپل، بلخ، غور، دایکنډي، ارزګان، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي.

اغلې بیان زیاته کړه: "هر چا چې تېره ورځ ابلاغیه تر لاسه کړې وي، تر درې ورځو پوري وخت لري، چې په مرکز کې استېناف غوښتنه وکړي، تر هغه وروسته موږ د قانون له‌مخې ۱۵ ورځې وخت لرو چې ورباندې کار وکړو."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې همدارنګه وویل، چې د ۱۶زره او ۵۰۰ ثبت شوو شکایتونو له ډلې ۹۸۶۶ یې د کره شواهدو د نشتوالي له امله بېرته رد شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د شکایتونو تر څېړلو وروسته په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوي او د ۵۳۱۶ محلونو رایې بېرته له سره شمېرل کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د مسؤلینو د معلوماتو په اساس ټاکل شوې، په کابل کې د ۱۶۹۹ محلونو، په کاپیسا کې د ۱۱۷، په پروان کې ۹۲، میدان وردګ کې ۲۵، لوګر کې ۱۸، ننګرهار کې ۱۵۸۲، لغمان کې ۴۳، کندهار ۱۲۱، بغلان کې ۶، غزني کې ۶۵، پکتیکا کې ۳۸۳، پکتیا کې ۱۸۶، خوست کې ۵۳، کونړ کې ۲۴۳، تخار کې ۷۳، کندز کې۴۶، غور کې ۵۱، زابل کې ۶۱، هلمند کې ۲۶۵، هرات کې ۶۰ او نیمروز کې د ۱۷۷ محلونو رایې بیا وشمېرل شي.

اغلې شینواري زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون ۷۱ کار کوونکي د سرغړونو له امله له دندو لیري شوي او ۷۵ نور نقدي جریمه شوي دي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې، چې لومړنۍ پایلي یې تر درې میاشتو وروسته د روانې مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسیون د اعلان له‌مخي محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې رایې په تر لاسه کولو نورو سیالو کاندیدانو مخکې و، خو نورو کاندیدانو یې مخالفت وکړ.

تر هغه وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ، چې معترض کاندیدان خپل شکایتونه له دغه کمېسیون سره ثبت کړي.

د شکایتونو کمېسیون مشرې مخکې ویلي و، چې د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او څېړلو بهیر به په څلوېښتو ورځو کې پای ته ورسېږي.

امریکا، یوناما او پر ټاکنو د څار ځینو بنسټونو له شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي چې ټاکنیز شکایتونه په شفاف او مسلکي ډول وڅېړي.

XS
SM
MD
LG