د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو بهیر پیل شو ـ کاکړ


د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې لس ورځې مخکې اعلان شوې
د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې لس ورځې مخکې اعلان شوې

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي،نن سې شنبه د «مرغومې پر ۱۰مه» یې په ټول افغانستان کې د ثبت شوو ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو بهیر پیل کړ.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیالې زرمینه حجقو کاکړ امریکا غږ ته وویل، چې له یاد کمېسیون سره ثبت شوي ټول۱۶۵۰۰ شکایتونه پر کټګوریو باندې وېشل شوي دي.

اغلې حقجو کاکړ زیاته کړه: "د شکایتونو تر ثبتولو وروسته موږ د تصنیف بندۍ مرحله پیلوله، خو د دې له امله چې ۷۶سلنه شکایتونه په مرکزي کمېسیون کې ثبت شوي و، ډېر وخت د یادو شکایتونو سکن کولو ونیوی او تر هغه وروسته د تصنیف بندۍ مرحله پیل شوه."

د افغانستان د ټاکنو د قانون لهمخي ولایتي دفترونه مکلف دي، چې د شکایتونو تر ثبتولو وروسته د ۱۵ ورځو په اوږدو کې خپلې پایلې معلومې کړي.

د شکایتونو کمېسیون بیا ۱۰ ورځ وخت لري، چې ټول ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او پایلې یې اعلان کړي، چې تر هغه وروسته د استیناف غوښتلو بهیر پیلېږي.

اغلې حجقو کاکړ زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي، چې د قانون له مخې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ثبت شوي شکایتونه وڅېړي.

هغې همدارنګه وویل:"دا یو ملي پروسه ده او د خلکو لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، باید په څېړنو کې پوره دقت وشي، تر څو ټولې ثبت شوي قضیې وڅېړل شي."

تر دې مخکې یاد کمېسیون ویلي و، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالې» ټېم ۸۰۰۰، د محمد اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړونکي» ټاکنیز ټکټ څه باندې ۳۰۰۰، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د «سولې او اسلامي عدالت» ټېم ۴۴۰۰ او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټکټ ۱۵ شکایتونه له دوی سره ثبت کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې یاد شکایتونه په مسلکي او شفاف ډول وڅېړي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې تر درې میاشتني ځنډ وروسته د روانې مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه اعلان شوې، چې د محمد اشرف غني پرته نورو ټولو کاندیدانو یې له منلو څخه انکار وکړ.

په یادو پایلو کې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په اخیستلو سره نورو ټولو کاندیدانو مخکې و.

تر هغه وروسته عبدالله عبدالله په دوهمه، ګلبدین حکمتیار په دریمه او رحمت الله نبیل په څلورمه درجه کې راغلي و.

XS
SM
MD
LG