د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمېسیون د معتبرو بایومیټریک رایو شمېر اعلان کړ


د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه تر سره شوې
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه تر سره شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دارملوګ شرکت د معلوماتو له‌مخې د ولسمشریزو ټاکنو د یو میلیون، ۹۲۹زره او ۳۳۳ بایومټریک رایو له جمله نه یوازې یو میلیون ۸۴۳زره او ۱۰۷ یې معتبرې بایومیټریک رایې دي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر اورنګ زېب پرون شنبه ناوخته د «لړم پر۱۱مه» خبریالانو ته وویل، چې د دارملوګ شرکت لخوا له ۸۶زره څخه زیاتې رایې بې اعتباره بلل شوي دي.

هغه وویل:" د یو میلیون او ۹۲۹زره ۳۳۳تنو بایومتریک رایو له جملې نه یوازې یو میلیون ۸۴۳زره او ۱۰۷ معتبري بایومیټریک رایې دي او پاتې نورې له معیار خلافې بلل شوي دي."

نوموړي ټینګار وکړ، چې ډېر ژر به د رایو بیا شمېرلو او تفتیش بهیر د ناظرینو او رسنیو په وړاندې پیل شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې، چې پر تر سره کېدو یې یوه میاشت اوښتې ده، د ټاکنو کمېسیون یې لا تر دا مهاله د لومړنیو پایلو په اعلان چې د تلې ۲۷مه یې ټاکلې وه نه دی توانېدلی.

تېره اونۍ د ټاکنو کمېسیون د ځینو ستونزو له امله یاده نېټه نوره هم وغځوله او د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه یې د روانې لړم میاشتې ۲۳ مه وټاکله.

XS
SM
MD
LG