د لاس رسي وړ اتصالات

لندن کې د افغانستان سفارت "د کوربه هېواد په غوښتنه" تړل کېږي


په لندن کې د افغانستان سفارت
په لندن کې د افغانستان سفارت

په برتانیا کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ سپتمبر اتم (وږي اتلسم) پر ټولنیزو شبکو د پیغامونو په شریکولو سره ویلي دي چې دغه سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۲۴مه د "کوربه هېواد په رسمي غوښتنه" تړل کېږي.

په دغه پېغام کې چې په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول هم په ټولنیزو شبکو باندې خپور کړی دی راغلي دي: ”دا تصمیم د کوربه هېواد د مقاماتو په غوښتنه نیول شوی دی."

د افغانستان سفارت له ټولو "همکارانو، افغانانو او اړوندو بنسټونو" څخه چې له دغه سفا ت سره یې همکاري درلوده مننه کړې ده.

ځینو راپورونو کې چې کره‌والی یې تر اوسه تائید شوی نه دی راغلي دي چې د برتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان د سفارت له مامورینو څخه غوښتي چې په ۹۰ ورځو کې له برتانیا څخه ووځي او یا په دغه هېواد کې د سیاسي پناه اخیستلو لپاره عریضه وکړي.

د برتانیا حکومت تر اوسه په لندن کې د افغانستان د سفارت د تړلو په تړاو په رسمي توګه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو حکومت څه موده وړاندې په لندن کې له افغان دیپلوماتانو څخه غوښتي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره همکاري‌ وکړي،‌ خو د دغه سفارت دیپلوماتانو د طالبانو غوښتنه رد کړه. طالبانو له هغې وروسه وویل چې په لندن کې د افغانستان سفارت اقدامات د باور وړ نه دي.

په متحده ایالاتو کې د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته دا دویم لویدیځ هېواد دی چې په کې د افغانستان سفارت تړل کېږي.

جرمنۍ رسنۍ دویچویلې څو ورځې وړاندې راپور ورکړ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانستان د قونسلګریو د خدماتو د بې‌اعتباره کولو په اړه د طالبانو غوښتنه منلې ده.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي و چې یوازې په هالنډ،‌ هسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارتونو او د جرمني به مونیخ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ خدمات د باور وړ دي.

په تېرو دریو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان باندې واکمن دي تر اوسه یو هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو په عین حال کې د ایران،‌ پاکستان، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د افغانستان سفارتونه او دیپلوماتیک ماموریتونه د طالبانو له خوا معرفي شویو دیپلوماتانو ته سپارلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG