د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ پراخېدونکي اقتصادي بحران افغانان اغېزمن کړي


په کابل کې په کار بوخته یوه مېرمن
په کابل کې په کار بوخته یوه مېرمن

د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې په افغانستان کې د امنیت د ښه کېدو سره سره، اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او خلک یې د بشري ناورین سره مخامخ بلل کیږي.

ملګري ملتونه وايي د افغانستان د ۴۰ میلیون نفوس نږدې درېیمه برخه د خوړو دپاره په وچې ډوډۍ او چای ژوند کوي، بې روزګاري زیاته شوې او نړیوال بانک اټکل کوي چې د راتلونکو درې کلونو لپاره د اقتصادي پرمختګ اټکل نه کیږي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو راهیسې، که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هېواد له خوا په رسمیت ندی پېژندل شوی، خو په افغانستان کې ځینې مثبت بدلونونه ترسترګو کیږي.

افغانۍ خپل ارزښت ساتلی، اداري فساد محدود شوی او د مالیاتو د راټولولو نظام بهتره شوی بلل کیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال وزیر احمد زاهد په وینا، د طالبانو حکومت همدارنګه توانېدلی چې په سیمه کې "اقتصادي، سوداګریزې او د پانګونې" اړیکې ټینګې کړي.

افغانستان د کانونو او زراعت له مخې بډای ګڼل کیږي او د طالبانو حکومت له دغو سکتورونو څخه د ګټې اخیستلو هڅه کوي خو خرابه زیربنا او د داخلي او بهرنۍ تجربې کمښت د دوی عمده ستونزې بلل کیږي.

ډیر شمېر له اقتصادي ناخوالو سره مخامخ افغانان په هېواد کې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو خوښ دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درې کلونو د پوره کېدو په مناسبت، فرانس پرس ددغه هېواد له مختلفو برخو څخه له څلورو کسانو سره د هغوی د ژوندانه او وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د یو بریالي افغان سوداګر کیسه

په هرات ولایت کې د ۵۴ کلن سوداګر عزیزالله رحمتي د زعفرانو کاروبار وده کړې او په پام کې لري چې دا کال خپل تولید دوه برابره زیات کړي.

رحمتي تر ۲۰۲۱ پورې، له فابریکې څخه تر هوايي ډګر پورې د خپلو محصولاتو د لېږدولو د امنیت ساتنې لپاره امنیتي کمپنیو ته پیسې ورکولې خو د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، نوموړی وايي نور دغه اضافي لګښت ته اړتیا نلري.

رحمتي چې ۲۷ هېوادونو ته صادرات کوي، وايي، "اوس هیڅ مشکل نشته." د هغه د زعفرانو په فابریکه کې ښځې هم کار کوي.

د طالبانو حکومت د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي خو د رحمتي فابریکه په افغانستان کې د هغو ۵۰ سلنه کاروبارونو برخه ده چې لا هم ښځې په کار ګماري.

په افغانستان کې په ټپه ولاړ بانکي نظام د رحمتي او نورو سوداګرو لپاره ترټولو عمده ستونزه ده. هغه وايي بهر ته د پیسو په لیږد او یا ترلاسه کولو دپاره په دوبۍ کې پر بانکونو تکیه لري چې لګښت یې ډیر زیات دی.

د بهرنیو سفرونو لپاره ویزه ترلاسه کوله د رحمتي بله ستونزه ده ځکه چې په کابل کې زیاتره سفارتونه تړلي دي او د افغانستان پاسپورت د نړۍ په ډیرو کمزورو پاسپورتونو کې شمېرل کیږي.

رحمتي اندېښمن دی چې که دغه حالت دوام وکړي نو "موږ به د نړۍ له مارکیټ څځه شاته پاتې شو."

ځینې افغان سوداګر په افغانستان کې په ټپه ولاړ بانکې نظام د خپلو کاروبارونو لپاره عمده ستونزه بولي.
ځینې افغان سوداګر په افغانستان کې په ټپه ولاړ بانکې نظام د خپلو کاروبارونو لپاره عمده ستونزه بولي.

بې روزګاره شوی سندرغاړی

واحد نیکزاد لوګری د افغانستان د ملي ارکستر غړی و او په محفلونو کې یې سرنده او هرمونیه غږوله.

دغه ۴۶ کلن افغان د کابل ښار ته څېرمه په یو غریبانه کور کې اوسیږي او وايي د طالبانو له واکمن کېدو وړاندې "د خپل کور مصرف مې پوره کاوه او ښه ژوند مو درلود."

پر موسیقۍ باندې د طالبانو بندیز ددغه صنعت په زرګونو کارکوونکي افغانان بې روزګاره کړي دي.

لوګری وايي، "اوس بې روزګاره شوی دی." که څه هم هغه د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره کله ناکله ټکسي چلوي او د میاشتې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ګټي. هغه وايي پخوا یې له خپل روزګار څخه ددې اندزې پنځه چنده ګټلې.

لوګري وویل: "هیچا راته ندي ویلي چې ته موسیقي پرېږده او موږ به دې د کورنۍ د نفقې چاره وکړو."

اورپکی چې اوس مامور دی

عبدالولي شاهین غوښتل چې د طالبانو په لیکو کې "شهید" شي خو د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې کار کوي.

هغه وايي: "پخوا یوازې جهاد وو خو اوس د خلکو پر وړاندې زیات مسئولیت لرو."

شاهین وايي د میاشتې ۱۰ زره افغانۍ معاش یې د پنځه کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي. هغه د افغانستان په اوسني وضعیت خوښ او راتلونکي ته هیله من دی.

د مخفي سینګارتون کارکوونکې

د طالبانو د فرمان پر اساس د خپل سینګارتون تړلو د سعیدې (مستعار نوم) زړه مات کړی خو اوس یې د کابل په یوه بله برخه کې مخفي سینګارتون پرانیستی دی.

دغې ۲۱ کلنې افغانې وویل: "موږ دغه ځای په کرایه وموند او شرط یې دا دی چې مشتریان باید په ډیر مخفي شکل راشي. زموږ کارکوونکي همدلته ویده کیږي ترڅو ګاونډیان فکر وکړي چې دلته یوه کورنۍ اوسیږي."

سعیده وايي پخوا یې د ورځې ۳۰-۴۰ مشتریان لرل چې اوس شپږ یا اوو ته راټیټ شوي. هغې زیاته کړه: "خو موږ خپل ۲۵ کارکوونکي ساتلي ترڅو هر یو یې څه ناڅه عاید ولري."

د هغې د میاشتې ۲۵ زره افغانۍ معاش اوس ۸۰۰۰ ته راټیټ شوی.

سعیده وايي د پولیسو لخوا یې د کاروبار د تړل کېدو له ویرې "په پټه کار کوو او نه پوهیږم چې ترکله به دوام وکړي."

هغې زیاته کړه، "کله چې هغوی [طالبانو] مخفي سینګارتون موندلی، وسایل یې ورمات کړي او له کارکوونکو سره یې ناوړه رویه کړې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG