د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د معاشاتو د غلا د مخنیوي لپاره موبایل کاروي


افغان چارواکي وايي که د تیلیفون د لارې د معاشونو د ورکولو سیسټم جوړ شي د فساد مخه به ونیول شي
افغان چارواکي وايي که د تیلیفون د لارې د معاشونو د ورکولو سیسټم جوړ شي د فساد مخه به ونیول شي

افغان وزیرانو ویلي دولتي مامورینو ته پر موبایل د معاشاتو ورکړه به د فساد مخه ډب کړي او کارونه به اسانه کړي.‌

ارګ وايي د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا پروګرام یې په ازماېښتي ډول پیل کړی او اوس په دې کار روان دی چې څنګه دا پروژه په ټولو حکومتي ادارو کې عملي شي.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي چې په دې کار سره به له یوې خوا د فساد مخه ونیول شي او له بلې خوا به د حکومت ماموران په اسانۍ او خوندي توګه خپلې تنخواوې واخلي.

یوه مخابراتي شبکه له حکومت سره په دغې برخې کې مرسته کوي، اعلامیه وايي "د اسان خدمت اداره له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کار کوي تر څو د معاشونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي".

ولسمشر غني د موبایل د لارې د ټولو دولتي مامورینو د معاش ورکوولو وړاندیز منلی او د "بین الوزارتي کمېټې" جوړول یې تائید کړي. ښاغلي غني دغه راز یلي چې باید "د ټولو دولتي کارکوونکو کره شمېر ولرو او تر څنګ یې باید ټول کارکوونکي بایومتریک او تشخیص شي".

په پرمختللې نړۍ کې تر ډېره د حکومتي او ناحکومتي مامورانو تنخواوې په اتومات ډول د هغوی بانکي حسابونو ته ځي.

ډېر کله دا ضرورت نه پیدا کیږي چې ماموران د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره بانکونو ته ولاړ شي، بلکې د زیرکو تیلیفونونو له لارې یې خپلو ډیبیټ او کرېډټ کارټونو ته او بانکي حسابونو ته انتقالولی شي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د موبایل څه باندې شل میلیونه سیم کارتونه فعاله دي.

افغان حکومت داسې مهال د تیلیفون له لارې د خپلو مامورانو د معاشونو د ورکولو د نوي سیسټم په جوړولو فکر کوي چې څو وارې يې پر مامورانو له بانکونو څخه د معاشونو د اخیستلو پر وخت بریدونه شوي دي او لسګونه کسان یې وژلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG