د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز کې د کابل بانک پر ودانۍ برید کې درې تنه ووژل شول


تراوسه لا د برید پر ځای کې جګړه روانه ده.
تراوسه لا د برید پر ځای کې جګړه روانه ده.

د پکتيا په ګردېز ښار کې د شنبې په ماسپښین ( مۍ ۲۰) وسله والو کسانو پر کابل بانک ډله ييز بريد کړی دی.

چارواکي وایي بریدګر درې تنه وو او ټول وژل شوي دي. د پکتیا امنیه قومندان توریالی عبدياني وايي په برید کې دوه نظامیان او یو ملکي وژل شوي دي.

همدغه راز ۳۱ زخمیان روغتون ته انتقال کړل شوي دي. تراوسه د برید مسولیت چا نه دی اخیستی. چارواکي وایي زخمیان تر ډېره هغه ماموران دي چې د معاش اخیستلو لپاره بانک ته تللي وو.

لومړی يو کس د کابل بانک په دروازه کې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او بيا يو شمېر نور وسله وال کابل بانک ته دننه شوي او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت له امريکاغږ سره په خبرو کې ياد بريد تاييد کړ او ويې ويل چې د مرګ ژوبلې په اړه به کره معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني وايي، د بريد کوونکو شمېر پنځه تنه وو، چې تر اوسه يې دوه تنه وژل شوي او پاتې درې يې لاهم مقاومت کوي.

په ورته وخت کې د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر شېرمحمد امريکاغږ ته وويل، چې د پکتيا ولايتي روغتون ته تر اوسه دوه مړي او ۱۵ ټپيان وروړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې يو پوليس او يو ملکي دی او ټپيان شوي ټول ملکيان دي، چې د دريو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ و او کابل ته يې ولېږل.

تر اوسه ددغه بريد مسووليت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG