د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په فوټسال کې تاریخ جوړ کړ؛ نړیوال جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وګټله


د افغانستان د فوټسال لوبډله
د افغانستان د فوټسال لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبدلې نن یکشنبه سپتمبر ۱۵ (سنبله۲۵) د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله.

افغانستان په انګولا باندې شپږ ګولونه ووهل، انګولا د لوبې تر پای پورې څلور ګولونه وکړل او‌ په دې ترتیب سره افغانستان د فوټسال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله او تاریخ یې جوړ کړ.

په افغان لوبډلې کې فرزاد محمدي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسینپور ګولونه ووهل.

د فوټسال د نړیوال جام سیالۍ په اوزبیکستان کې روانې دي.

د فوټسال د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، اوزبیکستان په لومړي‌ ځل د دغو سیالیو کوربتوب کوي. په دغو سیالیو کې ۲۴ لوبډلې لوبېږي.

افغانستان په سي ګروپ کې دی چې له ارجنټاین او اوکراین سره به هم لوبې کوي. دویمه لوبه یې د چهارشنبې په ورځ له ارجنټاین سره ده.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال په نړیوال جام کې لوبېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG