د لاس رسي وړ اتصالات

د غلام خان بندر پرانیستل شو؛ ګټه به یې څه وي؟


د پاکستان پوځ شاوخوا څلور کاله مخکې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال دا لار وتړله
د پاکستان پوځ شاوخوا څلور کاله مخکې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال دا لار وتړله

په خوست کې سوداګر او موټر چلوونکي وايي چې که د غلام خان لار رسمي ترانزېټ شي، د سوداګرۍ په پراختيا کې به ډېره مرسته وکړي.

دا لار د څلورو کلونو ځنډ وروسته پرون په ازماښتي ډول پرانستل شوه. حکومتي چارواکو هم ددې بندر د پرانستلو هرکلی کړی دی.

په سمېنټو دا بار ګڼ ټيلر موټر پرون د غلام خان په بندر کې له کرښې راتېر شول. دا بندر نږدې څلور کاله مخکې پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د نظامي عملياتو پرمهال تړلی و.

د دې لارې د پرانستلو مراسمو ته د شنبې په ورځ(مارچ۱۲) يو شمېر افغان ملکي او نظامي چارواکي هم صفري نقطې ته ورغلي وو.

د خوست والي حکم خان حبیبي د غلام خان بندر د سوداګرۍ د پراختيا لپاره مهمه لار بولي. هغه وویل "پخوا هم د افغان حکومت له طرفه په دې برخه کې ستونزه نه وه او اوس هم نشته. موږ د دې لارې پرانستل نېک ګام ګڼو. زموږ هيله دا ده چې غلام خان د رسمي ترانزېټ لارې په توګه پاکستان له منځۍ اسيا سره ونښلوي".

د غلام خان بندر له پاکستان سره د نورو ترانزېټي لارو په پرتله د پاکستان ستر سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۰۰ کيلو متره نږدې دی. موټر چلوونکي د دې لارې بيا پرانستل په خپل وخت د سوداګريزو مالونو رسولو ته خوشبين دي.

یو موټروان غازي ګل وویل"موږ چې له کراچۍ څخه د تورخم له لارې مالونه راوړو، ۱۵ورځې وخت نيسي، که د غلام خان له لارې يې راوړو بيا ۱۰ ورځې نيسي. په تورخم کې پنځه ورځې ډېر وخت نيسي".

بل موـر چلوونکی عبدالجبار وایي "ګټه يې دا ده چې د تورخم له لارې چې کوم مالونه راځي، هغه ۱۰۰ يا ۲۰۰روپۍ قيمت راځي. که د غلام خان بندر له لارې راشي بيا ښه لوېږي".

د دې بندر د رسمي ترانزېټ حکم پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په کال ۱۳۸۱ هجري لمريز کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې د ۱۵ کلونو په تېرېدو سره ترانزېټي بڼه نه ده خپله کړې.

د سوداګرو په وينا دا لار به د نورو سوداګريزو مالونو ترڅنګ د وريجو، بورې او سيمنټو په واردولو، همدارنګه د چلغوزيو، کچالو، پياز او ځينو نورو توکو په صادرلو کې ډېره مرسته وکړي.

سوداګر جمال تڼی د دې لارې د رسمي ترانزېټ غوښتنه کوي او وایي "په خپل حکومت هم دا غږ کوم چې يواځې د تورخم او حيراتان بندرونو نه کېږي، له هرې خوا چې سوداګر مالونه واردولی شي، بايد حکومت ورته زمينه مساعده کړي".

د غلام خان په بندر کې د امريکا د پوځ له لوري د شاوخوا څلورو ميليونو ډالرو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات هم جوړ شوي، اوس هيله دا ده چې له دې ودانيو څخه به په موثره توګه ګټه واخيستل شي.

XS
SM
MD
LG