د لاس رسي وړ اتصالات

په یونان کې د افغانستان سیاسي دفتر جوړیږي


په یونان کې د افغانستان د سیاسي دفتر د پرانستلو موافقه نن په کابل کې لاس لیک شوه.
په یونان کې د افغانستان د سیاسي دفتر د پرانستلو موافقه نن په کابل کې لاس لیک شوه.

د افغانستان او یونان مقاماتو د یونان په پایتخت آتن کې د افغانستان د سیاسي دفتر د پرانستلو موافقه لیک لاس لیک کړ. تر اوسه افغانستان په یونان کې چې اروپا ته د افغان مهاجرو د تگ عمده لار ده سیاسي دفتر نه درلود.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د یونان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو له رئیس سره په کتنه کې وویل چې په آتن کې د افغانستان د سیاسي دفتر جوړیدل به د افغان مهاجرو ستونزو ته د پاملرنې تر څنگ په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ پراخه کړي.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو رئیس پتروس مورویدوس د افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو د ژمنې تر څنگ وویل چې هیواد یې کولای شي د ماین پاکۍ په برخه کې د افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي مورویدوس همداشان وویل چې آتن په روان کال کې د لرغون پیژندنې په برخه کې افغان محصلینو ته تدریسي بورسونه برابر کړي.

خود افغانستان او یونان ترمنځ عمده ستونزه افغان پناه غوښتونکي دي چې د سوریې وروسته اروپا ته د تازه ورغلیو مهاجرو دوهم ستر جمعیت تشکیلوي.

وروسته له هغې چې د بالقان د حوزې هیوادونو په ځانگړې توگه مقدونیا د افغان پناه غوښتونکو پرمخ خپل سرحد وتړه په لسگونو زره افغان مهاجر په یونان کې په خاصه توگه د ددې هیواد په سرحدي سیمو کې سرگردان دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه نژدث ۴٠ زره افغان مهاجر د خطرناکې سمندري لارې په عمومي توگه له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG