د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوله


د پاکستان حکومت په یوې تازه پرېکړې کې په هغه هېواد کې د مېشتو سلګونه زره افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د دریو نورو میاشتو لپاره وغځوله.

د مخکنۍ پرېکړې له مخې په پاکستان کې د افغان کډوال د پاتې کېدو وروستۍ موده د شنبې په ورځ د جون (۳۰) پای ته رسېده، خو اسلام آباد په وروستۍ شېبې کې دا موده وغځوله.

دا پرېکړه د پاکستان د موقت صدراعظم ناصر الملک په مشرۍ په یوې غونډې کې شوې ده او د اخبره هم شوې ده چې د افغان کډوالو ستونزه باید نوی حکومت حل کړي. اوس پاکستان کې ټاکنې روانې دي.

تر دې مخکې د کډوالو ځینو ادارو او ټولنو هم له پاکستان څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده دې وغځوي.

د افغان کډوالو د ملاتړ د یوې پاکستانۍ ادارې مشر لیاقت بنوري ډیوې څانګې سره په خبرو کې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان پر تګلارې کلکه نیوکه وکړه.

ښاغلي بنوري وویل "د افغان کډوالو لپاره چې په نړۍ کې څه پالیسۍ هم جوړېږي هغه د میاشتې دوو میاشتو لپاره نه وي د کال په حساب جوړېږي. موږ چې تېر کال په دې اړه کومه پالیسي خپله کړې وه هغه تر ۲۰۲۲م کال پورې ده، که دوی پر یوه ځای د کډوالو موده درې څلور کاله وغځوي، د کډوالو د تحفظ ستونزه به هم ختمه شي، د پاکستان د سرچینو تخصیص به هم زیات شي او پر پاکستان به د نړیوالې ټولنې باور هم بحال شي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په وینا په دغه هېواد کې دا مهال شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان د اوسېدو قانوني اسناد لري‌ او ګڼ نور له قانونه اسناد پرته هلته ژوند کوي. دغه اداره وايي په ۲۰۱۷ کال کې ۱۵۰زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي‌ دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدنکو چارو وزارت وایې چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۳۲ زره افغانان له بهر څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په تېره یوه نیمه لسیزه کې اته میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي، خو لا هم شپږ میلیونه یې په بهر کې د کډوالۍ ژوند تېروي. تر سوریې وروسته، افغانستان دویم هېواد دی چې اکثریت وګړي یې په بهر کې کډوال دي.

XS
SM
MD
LG