د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده وغزوله


د پاکستان حکومت په هغه هیواد کې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده دوه میاشتې وغزوله. خو دا د وړاندیز شوې مودې ډیره کمه بلل کیږي او دا اندیښنه یې پيدا کړې ده چې اسلام اباد د سلګونو زره افغان کډوالو جبري ویستلو ته چمتوالی نیسي.

دا مهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د ګډوالۍ ژوند کوي. پاکستان د مهاجرو د کوربتوب له درکه په نړۍ کې دوهم هیواد دی.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د سرحدونو او ایالتي چارو وزارت وړاندیز وکړ چې افغان کډوال پنځه میاشتې پاتې کیدای شي، خو د هماغې ورځې ماښام ناوخته د پاکستان د حکومت کابینې دا وړاندیز رد کړ او د افغان مهاجرو لپاره یې د ٦٠ ورځو د پاتې کیدو موده وټاکله.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې پدې اړه سمدستي د تبصرې کولو ډډه کړې او وایي باید ددی پریکړې په اړه پوره جزییات ترلاسه کړي. خو دغه اداره پدې ټینگار کوي چې مهاجرین باید په داوطلبانه او تدریجي بڼه او په عزت سره خپل هیواد ته ستانه کړای شي.

په ٢٠١٦ کې ۴٠٠٠٠٠ زره افغان مهاجر د هغه کمپاین په نتیجه کې هیواد ته ستانه شول چې پاکستان پر مهاجرو باندې د فشار په خاطر پیل کړی و. په ٢٠١٧ کې شاوخوا ٦٠٠٠٠ زره افغان مهاجر هیواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازې فتیحه عبدالله وایي دې هیواد ته د زیات شمیر مهاجرو په ورتگ سره د افغان حکومت او د نړیوالو مرستندویه ټولنو ظرفیتونه له ازمون سره مخامخ کیږي.

میرمن عبدالله وایي "دا به پر خدماتو او د بشري ملاتړ په چارو باندې فشار واچوي او یو بیړنی حالت به رامنځ ته کړي او دا کار به نه د هیواد لپاره او نه هم پخپله ددې خلکو لپاره ښه وي". د هغې په وینا په همدې وجه تدریجي او په خپله خوښه بیرته ستنیدنه مهمه ده.

افغانستان همدا اوس د زیات شمیر داخلي بیځایه شویو سره لاس او گریوان دی. ملگري ملتونه وایي د ٢٠١٧ کال په جنگونو کې ٣٦٠٠٠٠ کسان له خپلو کورونو نه بیځایه شوي دي. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم سازمان وایي چې تیره اونۍ ١٧٠٠٠ نور کسان هم بیځایه شوي دي.

اکسفام تیره اونۍ ویلي وو افغانستان د زیات شمیر مهاجرو د بیرته راتگ لپاره پوره امن ندی. د هغوی په وینا " برعکس ادعا، له واقعیت نه سترگې پټول دي او د خلکو ژوند د خطر سره مواجه کوي".

XS
SM
MD
LG