د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان روان کال کې له منځنۍ اسیا څه باندې ۱.۵ میلیارد ډالر واردات کړي- طالبان


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په روان لمریز کال کې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو څخه د یو میلیارد او ۵۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یکشنبې په ورځ،‌ فبروري دویم (سلواغې ۱۴) د طلوع خصوصي‌ تلویزیون ته ویلي چې برېښنا،‌ د سون توکي،‌ وړه،‌ غوړي،‌ د فابریکو خام مواد،‌ کیمیاوي‌ سره او سمنټ افغانستان ته په وارد شویو توکو کې شامل دي.

هغه زیاته کړې ده: "په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو اوزبیکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري عادي روانه وه چې، ټول ارزښت یې ۱٫۶۹۶ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.له دې جملې ۱۱۲ مېلیونه ډالر صادرات او ۱٫۵۸۴ مېلیارد ډالر واردات دي."

جواد وايي چې په دې موده کې له افغانستان څخه وچې او تازه مېوې، جوسونه، شوکاڼې او د اېنجې، کچالو او پیازو په ګډون ځينې کرنیز محصولات د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي چې ارزښت یې ۱۱۲ میلیون ډالرو ته رسېږي.

افغانستان د یو مصرفوونکي هېواد په توګه تر ډېره د بهرنیو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتو متکي دی چې له همدې امله له دغو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې توازن نلري او د صادراتو په پرتله یې د وارداتو کچه خورا لوړه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ په سوداګرۍ کې د توازن د رامنځته کېدو لپاره اوزبیکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردولو ته چمتووالی ښودلی دی.

دغه وزارت په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د اوزبیکستان د دولتي او خصوصي سکتور یو پلاوي په کابل کې د دې وزارت له چارواکو سره لیدلي‌ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پراختیا او د خصوصي سکتور د غړیو له پروګرامونو څخه د ملاتړ پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې دواړو خواو په دې کتنه کې د افغانستان او اوزبیکستان د پانګوالو ترمنځ د ۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د ګډې سوداګرۍ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له اوزبیکستاني پلاوي څخه غوښتي چې هر کال کې باید د دواړو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو لپاره د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې لږ تر لږه پینځه نندارتونونه پرانیستل شي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG